افغانستانسلايډ

«امنيتي ارگانونو کې فساد اوج ته رسېدلی»

افغانستان لپاره د روڼتيا د څار اداره امنيتي ارگانونو کې «د فساد د لوړې کچې د خطر» له شتونوالي خبر ورکوي.

د دې ادارې رييس اکرام افضلي پرون کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د هېواد شاوخوا پنځوس سلنه پوليس خيالي دي، مقرريانې د اړيکو پر اساس کېږي او د شايسته سالارۍ اصل له پامه غورځول شوی دی.

ښاغلی افضلي زياتوي: «د وارسا غونډه کې به حکومت له تدارکاتي لاسته راوړنو، د قاضيانو او څارنوالانو له گوښه کولو او نويو مقرريو وغږېږي، خو له دې پورته به د ويلو څه و نه لري». د پولنډ پايتخت وارسا کې به د روانې ميلادي مياشتې په اتمه او نهمه نېټه د ناټو د غړو هېوادونو غونډه جوړه شي، چې د افغانستان کړکېچ يې د اجنډا په سر کې دی.

د يادې ادارې رييس پر حکومت غږ کړی، چې د وارسا له غونډې وروسته د فساد پر ضد په عملي توگه گامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت ادعا کوي، چې له اداري فساد سره مبارزه يې په لومړيتوبونو کې ده.

ښاغلي افضلي پر امنيتي چارواکو غږ کړی، چې د ځانگړو پلانونو په رامنځته کولو خلکو ته حساب ورکړي او کوم کسان چې د اړيکو پر اساس ټاکل شوي، له سره پرې غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ناټو هم تازه څرگنده کړه، چې افغانستان سره مشروطه اوږده همکاري کوي، چې په دولتي او امنيتي ادارو کې د فساد له منځه وړل يې يو شرط ياد کړی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button