سلايډسيمه او نړۍ

امریکا کې شپږ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا په لوئیزیاناي ایالت کې د یو تن تور پوسته امریکايې د ډزو په ترڅ کې درې امریکايې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ولسمشر اوباما د رسنېو له لارې د امریکا د متحده ایالاتو په خلکو د ملي یوالي غږ وکړ. ډزې د لوئیزیانای ایالات د بتان په ښار کې د یو تن تور پوستي امریکايې لخوا د پولیسو پر مرکز شوي.
دوه اونۍ مخکې د امریکا په نوموړي ایالت کې د تورپوستانو او امریکايې پولیسو ترمنځ شخړې شوې وې چې په ترڅ کې یې ګڼ ملکي تور پوستي امریکایې وګړي د پولیسو په ډزو کې ووژل شول. له دې پیښې روسته په امریکا کې د تور پوستو او سپین پوستو تر منځ شخړې ډېرې شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په متحده ایالاتو کې ورته پېښې کېږي، په نوموړي هېواد کې د تور پوستو او سپین پوستو تر منځ دا له پخوا پاتې شوې دښمني ده.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button