افغانستانراپورونه

امریکا کابل کې د داعش برید وغانده

امریکا په کابل کې د داعش وسله والې ډلې بېګانی برید غندلی دی.
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي دغه برید ظالمانه بللی.
زلمي خلیلزاد په ټوېټر لیکلي چې دوی باید د افغان سولې خبرې چټکې کړي. هغه زیاته کړې چې د خبرو بریا به افغانان د داعش ماتې له پاره یو قوي پوزیشن کې ودروي.
د کابل ښار په دارالامان کې په یو هوټل کې برید کې ۶۳ ملکي وګړي ووژل شول او نږدې دوه سوه نور ټپیان شول.
داعش ویلي چې برید د عاصم الباکستاني په نوم د دوی یو ملګري کړی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button