سيمه او نړۍ

امریکا: ولسمشرۍ نوماند پر مسلمانانو د بندیزونو غوښتنه وکړه

د امریکا ۲۰۱۶ کال ټاکنو ته د جمهوریت غوښتونکو مخکښ کاندید ډونالډ ټرامپ غوښتنه وکړه چې په مسلمانانو دې امریکا ته پر ورتګ په بشپړ ډول بندیزولګول شی. د ده د ټیم غړي رسنیو ته وویل: «امریکا ته دې په راتګ تر هغې په مسلمانانو بندیز ولګول شي تر څو د خلکو استازي په دې پوه شي چې امریکا کې څه روان دي».

د ټرامپ د کمپاین سایټ څرګندوي چې په دې وروستیو کې د امریکایانو پر وړاندي د مسلمانانو کرکه ډيره شوي ده. دوی په دې اړه وایي: «دا کرکه د امریکایانو په وړاندي ولې او له کومه شوې ده».

ټرامپ زیاته کړه: «موږ باید دا ستونزه پیدا کړو چې مسلمانان ولې له موږ سره کرکه کوي. دا کرکه خطرناکه ده باید پلټنه یې وشي. زموږ هیواد باید د ویروونکو د ویرې او زیان ښکار نه شي، دوی یوازې په جهاد باور لري نه په بشري خواخوږۍ». ټرامپ د پاریس له حملو وروسته پر امریکایي مسلمانانو وار په وار نیوکې کوي او دغه نیوکې د کلیفورنیا له پیښې وروسته ډیرې تندې شوي دي. د ټولنیزو شبکو فعالانو د ټرامپ نیوکې په کلکه وغندلي او ټرامپ یې «دوهم هیټلر» ونوماوه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button