افغانستانسلايډ

امریکا سلگونه امریکايې سرتېري هلمند ته استوي

د امریکا د دفاع وزارت «پنټاگون» وايي چې ډېر ژر به سلگونه تازه دمي امریکایي سرتېري هلمند ته واستوي.
د پنټاگون ویاند مایکل لاوهورن وايي چې د سرتېرو دغه ډله به ډېر ژر افغانستان ته واستوي. لاوهرن زیاته کړه چې دوی به هلمند کې د امنیت راوړلو لپاره کوښښ کوي او تر څنگ به یې د لښکر قول‌اردو سرتېرو ته مشوره هم ورکوي.
په دې وروستیو کې د ملي اردو سرتېري د طالبانو په وړاندې له ماتې سره مخ شوي دي چې ورسره امریکايي چارواکو اعلان کړه چې دوی به ۲۰۰ تازه دمه امریکایي سرتېري هلمند ولایت ته استوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button