خبرونهسلايډ

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړي رول نه لوبوي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړو کې د منځګړي رول ولوبوي.

امریکا چې په سیمه کې د دواړو غاړو ستراتیژيک شریک ګڼل کېږي، پخوا یې ویلي و چې د تورخم بر سر روانې نښتې «له نژدې څارو». د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس له دواړو هېوادونو غواړي چې «شخړې د خبرو له لارې اوارې کړي».

وروسته له هغې چې پاکستان پر تورخم پولې د تاسیساتو جوړولو کار پیل کړ، د دواړو غاړو د پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ دوه ورځنۍ نښته وشوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي چې تمه لري افغانستان او پاکستان خپلې ستونزې اوارې کړي.

کربي وايي: «موږ پر تورخم پوله د شخړو له امله ډېر اندېښمن یو…. له دواړو غاړو غواړو چې تاوتریخوالی راکم کړي او ډیالوګ پیل کړي چې شخړې کمې شي».

دغه امریکايي چارواکي په روانه شخړه کې د خپل هېواد رول په اړه وویل: «موږ په دې اړه رول نه لوبوو».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې افغانستان او پاکستان ګډې ګټې او ننګونې لري.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال عاصم بجوا د تورخم د شخړې په اړه وايي: «موږ په تورخم کې پر خپله خاوره یوه دروازه جوړوو. افغانانو ډزې پیل کړې او زموږ ځواکونو ځواب ورکړ».

دمګړۍ پر تورخم دروازه نښتې پای ته رسېدلي؛ خو دروازه لا هم د عامه ترافیک پرمخ تړلې ده.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button