افغانستانسلايډ

امریکا: اشرف غني او عبدالله دې په گډه حکومتولي وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملي یووالي له حکومت څخه اوږدمهاله ملاتړ اعلان کړی او له دواړو مشرانو څخه یې غوښتنه کړې چې د حکومت چارې دې په گډه پر مخ وړي او یو بل باید وزغمي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت تریدیو د ژورنالستانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې دوی نه غواړي چې د دواړو مشرانو تر منځ د سولې لپاره دې د استازو کومه ډله واستوي.
الیزابت تریدو زیاته کړه چې موږ د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله څرگندونې د اشرف غني په اړه واورېدې او له دواړو سره نږدې اړیکې لرو او له دواړو ملاتړې یو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې تېره اوونۍ عبدالله عبدالله په اشرف غني توندې نیوکې وکړې چې گواکې ولسمشر ورته د کتنې او شریک کار وخت نه ورکوي.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button