خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

امریکایي کمپنۍ مسلمان کارگر د لمونځ کولو له امله له دندې گوښه کړي

د غوښې امریکایي کمپنۍ «کارگل» خپل ۲۰ تنه مسلمان کارګر د لمانځه د ترسره کولو لپاره له دندې گوښه کړي دي. د دغو کارګرو ډېری سومالیان دي. دوی د کمپنۍ له ادارې سره د لمانځه د ادا کولو پر سر شخړه راغلې وه. د کمپنۍ مسلمانو کارګرو د دې په غبرګون کې له کار کولو څخه ډډه کړې وه او اعلان يې کړی وو چې تر هغې پورې چې د لمانځه د ترسره کولو اجازه نه وي ورکړل شوې، دوی به کار ته نه ورگرځي. د دوی له دغه غبرگون سره د کمپنۍ مدیریت اعلان کړی چې دوی له دې وروسته د کمپنۍ کارګر نه دي او جازه نه لري چې خپلو کارونو ته بېرته وروگرځي.

په امریکا کې د اړیکو اسلامي شورا ویلي چې د کارگل د کمپنۍ وروستۍ پرېکړه چې مسلمان کارګر يې له دندې گوښه کړي، یوه توکمیزه پرېکړه ده او کمپنۍ باید د خپلې پرېکړې په اړه یو وار بیا فکر وکړي. د اسلامي شورا ویاند جیلاني حسن رسنیو ته ویلي چې د کمپنۍ ادارې تر دې مخکې خپلو کارګرو ته د لمانځه د ترسره کولو لپاره وخت ورکاوه او دوی په خپل وخت لمونځ ترسره کاوه، خو کمپنۍ په دې وروستیو کې مسلمانو کارګرو ته د لمانځه د ترسره کولو لپاره وخت نه ورکاه. ده همدارنگه زیاته کړه چې د دواړو لورو تر منځ ستونزه په ناسم پوهاوي کې ده. حسن د کمپنۍ له ادارې څخه غوښتنه وکړه چې د کارګرو دیني اعتقاداتو ته احترام وکړي.

بل لورې، د کمپنۍ ویاند د حسن جیلاني خبرې رد کړې دي. ویاند زیاته کړې ده چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې کمپنۍ د ټولو کارګرو د عبادت کولو لپاره مناسب ځای برابر کړی دی. یاد ویاند همدارنگه وویل: «کارگل کمپنۍ کوښښ کوي چې د کمپنۍ ګرو ته ټول مذهبي معقول امکانات برابر کړي خو د دوی مذهبي عبادت باید د کمپنۍ کاروونه ونه ځنډوي. کمپنۍ په دې اړه هڅه کړې چې د ټولو مذاهبو کارګرو ته د عبادت لپاره وخت ورکړي».

له دندو څخه د لرې شويو کارګرو ویاند وویل چې د کمپنۍ له لورې ټاکل شوی وخت تحمیلي دی او زموږ د دیني امورو لپاره مناسب وخت نه دی. ده زیاته کړې چې د کمپنۍ اداره باید د اسلامي عباداتو وخت ته پاملرنه وکړي. زموږ د لمونځ ادا کولو وخت د کال په مختلفو موسمونو کې تغیر کوي، باید کلنی مهالوېش ولرو.

کارگل په امریکا کې د غوښو ستره کمپنۍ ده. دا کمپنۍ د کولرادو د ایالت په فورت موگان سیمه کې پرته ده. د دنور ښار څخه سل کیلومتره فاصله لري.

د ډونالډ ټرامپ له وروستیو څرگندونو راپه دېخوا امریکا کې د مسلمانانو په وړاندې شدت زیات شوی دی. ټرامپ ويلي وو چې امريکا ته د مسلمانانو په سفر باید بندیز ولگېږي تر څو د ولس استازي پوه چې څه روان دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button