خبرونهسلايډ

امریکایي جنرال «جان کمبل» د ترکیې د ناکامې کودتا پلان جوړونکی وو

ولسمشر اردوگان ته نږدې رسنۍ خبر ورکوي چې د ترکیې د ناکامې کودتا پلان جوړونکی په افغانستان کې د ناټو پخوانی مشر جان کمبل وو. خبر زیاتوي چې جنرال کمبل د کودتا له پیل څخه دمخه دوه وارې د ترکیې انجرلیک پوځي اډې ته چې امريکايي پوځیان په کې مېشت دي سفر کړی او له گڼو ترکي پوځي چارواکو سره یې کتنې کړي دي.

راپور زیاتوي چې جنرال کمبل اتیا ترکي پوځيانو ته د سي ای یې په لاس دوه ملیارده ډالره خرڅ برابر کړی وو او دغه ډالر یې د ناجیریا له لارې په ترکیه کې د پوځیانو تر منځ وېشلي وو. د ترکیې ولسمشر تر دې دمه جنرال کمبل د کودتا په پلان جوړونکي نه دی تورن کړی. اردوگان یوازې فتح الله گولن د کودتا تر شا مسوول گڼلی او له امریکايي چارواکو یې غوښتي چې گولن ژر ترکیې ته وسپاري.

بل لوري ته د ترکیې د عدليې وزیر ویلي چې ولسمشر اوباما د ترکی د کودتا په اړه داسې معلومات لرل لکه چې د خپل نوم په اړه یې لري. گڼو نورو ترکي رسنیو خبر ورکړی چې امريکايي چارواکي د ترکیې له کودتا څخه په بشپړ ډول خبر وو خو دوی له ترکي حکومت سره په دې اړه کوم معلومات نه وو شریک کړي.

له مسکو څخه خپرېدونکې روسي ټلویزیوني چینل خبر ورکړی چې ترکي حکومت ځينې سفارتونو د کودتا په ملاتړي تورن کړي او ښايي په نږدې راتلونکي کې دغه شمېر سفیران خپلو هېوادونو ته واستوي.

جنرال جان کمبل امریکايي جنرال دی چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر وو. کمبل اوسمهال ۵۹ کاله عمر لري او کورناستی دی.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button