خبرونهسلايډ

امریکايي قومندان د افغان ځواکونو رهبري ناتوانه بولي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان کمبل په کابل د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان پوځي رهبري ناتوانه وبلله. کمبل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه وروستۍ خبري ناستې کې راڅرګند شو وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو اویا سلنه ستونزې د ناتوانه مشرتابه له امله دي.

کمبل وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ملي دفاع وزارت کې شاوخوا ۹۲تنه چارواکي بدل شوي؛ خو دی وايي دا کافي نه ده. کمبل وايي چې د اصلاحاتو د راوستو لپاره یې د ملي يووالي حکومت دواړو مشرانو ته ځینې څرګند وړاندیزونه کړي.

جنرال کمبل وايي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې د بریا وړتیا لري؛ خو د دغو ځواکونو په مشرتابه کې د ناتوانۍ له امله دوی له ستونزو سره مخ دي.

کمبل زیاتوي: «زما ارزونه دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه به په مشرتابه او د قومندانانو په حساب ورکونې سره ښه شي. په دوو وروستیو میاشتو کې یوازې په دفاع وزارت کې ۹۲تنه جنرالان تغییر او تبدیل شوي؛ خو دا کافي نه ده».

دغه امریکايي قومندان چې نور په افغانستان کې له خپل ماموریته تقاعد کېږي طالبان تر داعش ستر ګواښ ګڼي.

جنرال کمبل اتلس میاشتې وړاندې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه په افغانستان کې دنده پيل کړه. جنرال جان کمبل د امریکا په پوځ کې ۳۶ کاله دنده ترسره کړې او اوس غواړي چې تقاعد شي.

دغه امریکايي قومندان داسې مهال د افغان امنیتي ځواکونو رهبري ناتوانه بولي چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو راهیسې دفاع وزارت د چارسمبالي (سرپرست) له خوا اداره کېږي. داسې ښکاري چې معصوم ستانکزی به تر ډېرې مودې د دفاع وزارت مشري په غاړه ولري.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button