خبرونه

امريکا ۲۰۱۵ کې پر اسلامي نړۍ له شلو زرو ډېر بمونه غورځولي

د نوبل جايزې گټونکي امريکايي ولسمشر بارک اباما تېر کال د اسلامي نړۍ پر څو هيوادونو درويشت زره يو سلو څلور څلوېښت بمونه غورځولي دي. دغه شمېره د امريکا د بهرنيو اړيکو يوې دوستې سرچينې «ميکا زېنکو» اعلان کړې ده. سرچينې ويلي، دغې بمبارۍ ستره ويجاړي رامنځته کړې ده.

زنکو په لنډ ډول ويلي دي، د ۲۰۱۵ له جنورۍ راپه دې خوا امريکا په عراق، سوريه، افغانستان، پاکستان، يمن او سومال کې درويشت زره يو سلو څلور څلوېښت بمونه غورځولي، چې د دغو ټولو هيوادونو اکثريت اوسېدونکي مسلمانان دي.

د «الټر نټ» په نامه خبري سرچينې پر خپله وېبپاڼه ويلي، «دغه شمېرنې هغه څېړونکې ادارې وړاندې کړې دي، چې د امريکا له بهرنيو چارو وزارت سره په گډه کار کوي، له شمېرنو څرگندېږي، چې امريکا تېر کال په نورو هيوادونو کې څومره ستر ورانی رامنځته کړی دی. او که موږ دې کار ته کوم برات ورکړو او که نه، خو په نورو وطنو کې د امريکا د ستر وراني له رامنځته کولو پرده پورته کوي».

دا شمېرنې يوازې هغه ښودل شوې دي، چې امريکا په مستقيم ډول په خپله ترسره کړې دي. هغه چې د امريکا دوستو هيوادونو او ځايي حکومتونو کړي دي، له دې شمېرنو وتي دي.

خو له دې سره سره هم امريکا په دغو هيوادونو کې ناکامه يادېږي. سره له دې چې دغه هيواد په افغانستان کې تېر کال نږدې زر بمونه ورولي دي، د «فارن پاليسي» يوه تحليل ښودلې ده، چې طالبانو همدغه وخت له ۲۰۰۱ راهيسې تر بل هر وخته ډېرې سيمې نيولې دي.

روان کال افغانستان کې د امريکا د جگړې شپاړلسم کال دی؛ د دې هيواد ادارې په تېر لنډ وخت کې له افغانستانه د بشپړ وتلو پرېکړې اعلانولې، خو وروستۍ پرېکړه يې دا شوه، چې افغانستان ته پنځه سوه تازه دمي ځواکونه واستوي.

شمېرنو دغه راز ښودلې ده، چې امريکا له داعش سره په جگړه کې پاتې راغلې ده، داسې چې امريکايي چارواکو لومړی داعش ډېره ژر ختمېدونکې ډله وبلله، خو اوسنۍ څرگندونې يې داسې دي، چې دغه جگړه به درو لسيزو ته اوږده شي.

د زنکو راپور دې ته هم اشاره کړې، چې د دغومره بمباريو په ترڅ کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې شمېره نه ده معلومه شوې، ځکه امريکا گمان کوي، د داعش د پنځه ويشت زرو جنگيالو تر څنگ يوازې شپږ تنه ملکيان وژل شوي دي. بل لور ته د امريکا استخباراتو «سي ای اې» له پيله تر دې دمه د داعش جنگيالو شمېره دېرش زره ښودلې، دا په دې معنی چې ۳۰زره- ۲۵زره = ۳۰زره.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button