سيمه او نړۍ

امريکا پرترکيه اقتصادي بندیزونه اعلان کړل

د امريکا مرستيال ولسمشر “مايک پینس” اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ د دغو بندیزونو پريکړه لاسلیک کړې او هم يې د ترکيې له ولسمشز رجب طیب اردوګان سره په تلفون خبره کړې ترڅو دغه جګړه ودروي.
ترکيه د سوريې په شمال کې د ترکيې د مخالفو کردي ډلو ځپل د ترکيې د بقاجګړه نوموي،
ترکان شک لري چې امريکا اويوشميرمتحدین يې غواړي چې له ترکیې سره خواکې د سوريې په شمال کې د ازادي غوښتونکو کردانو مټ ځواکمن شي ترڅو د ازادکردستان هيواد چې د ترکيې ډیربرخي هم پکې راځي جوړولوته لاره هواره شي.
بل خوا ترکيه وايي چې نور سوريايي مهاجر نشي منلي، ځکه چې دامهال يې۳۶لکو مهاجروته ځای ورکړی، نورغواړي چې له سوريې نه تښتيونکوخلګوته د سوريې په شمال کې (سیف زون) خوندي سیمه جوړه کړې.
د يادوني وړده چې په دي جګړه له ترکيې سره يوه لويه ډله ترک پلوه کردان هم ملګري دي.

Related Articles

Back to top button