سلايډسيمه او نړۍ

امريکا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته ۳۰ مليونه انسانان وژلي

يوې بهرنۍ وېبپاڼې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا له بې درېغه وژنو پرده پورته کړې ده.

کاناډايي «ګلوبل ريسرچ» وېبپاڼې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې امريکا د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته ۳۰ مليونه انسانان وژلي دي.

وېبپاڼې پر نړيوالو غږ کړې، چې نور د امريکا په دې پلمو ونه غولېږي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، او ملاتړ يې ونه شي.

سرچينې د افغانستان او عراق په ګډون ځينو نورو هېوادونو ته اشاره کړې، چې په وينا يې کمزوري دي او امريکا اوس هم هلته په يوه او بله پلمه خپل ځواکونه استوي. امريکا اوسمهال افغانستان کې شاوخوا لس زره او عراق کې نږدې څلور زره عسکر لري، همدا راز اراده لري، چې د سوريې جګړې ته زرګونه پوځيان واستوي.

وېبپاڼې زياته کړې ده، له دويمې نړيوالې جګړې راوروسته په نورو هيوادو کې د امريکا پوځي اډې او سياسي ولکه د نورو ولسونو لپاره خونړي ثابت شوي دی، چې له امله يې مليونونه وګړي وژل شوي دي.

راپور وړاندې ويلي، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ۲۰۱۱ز پورې د نړۍ په کچه ۲۴۰ جګړې رامنځته شوې دي، چې په دې کې ۲۰۱ جګړې د امريکا له لوري پيل شوې دي، چې په همدې موده کې ۲۷ مليونه انسانان وژل شوي دي.

په دغه شمېره کې د امريکا او عراق د وروستۍ جګړې قربانيان نه دي شامل، ځکه امريکا له ۲۰۰۰ز وروسته پر دغو هيوادو بريدونه کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button