افغانستانسلايډ

امريکا د هوايي ځواک اته سوه نور سرتېري افغانستان ته رالېږي

د امريکا پوځ خبر ورکړی، چې د ځانگړي هوايي واحد اته سوه نور سرتېري افغانستان ته استوي. دغه سرتېري به د هوايي ځواک د جگړه‌ييزې قطعې له واحدونو او له پياده قطعو څخه وي.

د امريکا د پوځي وېبپاڼې «مېلټري» له راپور سره سم دغه اته سوه سرتېري به «د ازادۍ ساتنه» عملياتو کې گډون کوي او يو وار بيا به افغانستان کې د امريکا د پاتې کېدو برخه وي. امريکا افغانستان کې وسله والو مخالفينو سره جگړه‌ييزو عملياتو ته «د ازادۍ ساتنه» نوم ورکړی دی.

د امریکا له پخواني پلان سره سم بايد افغانستان کې د روان کال تر پايه يوازې ۵۵۰۰ امريکايي سرتېري پاتې وی، خو امریکايي ولسمشر بارک اوباما د روانې مياشتې پيل کې د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش بدل کړ او د روان کال تر پايه يې افغانستان کې د ۸۴۰۰ امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

څه موده وړاندې امریکايي چارواکو د افغانستان شاوخوا ته د څلور سوو نورو سرتېرو د استولو هم ويلي وو، چې له افغانستانه بهر به په نږدې سیمو کې ځای پر ځای کېږي او د اړتيا پر مهال به ترې کار اخيستل کېږي.

افغانستان کې د امريکا د حضور پر غځولو گڼو بهرنيو او کورنيو سياستوالو نيوکې وکړې او دا کار يې دې هېواد کې د جگړې د غځولو په معنا وباله. بل لور ته امريکايي چارواکو هم بيا بيا وويل، چې د افغانستان سوله ژر کېدونکې نه برېښي او ښايي اوږد وخت ونيسي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button