سلايډ

امريکا د عمر متين د تليفون جزييات خپاره کړل

د امريکا څارګرې ادارې، اف بي آی په اورلېڼډو کې د حملې پر مهال د بريدګر، عمر متين د څو ټليفونو ځينې جزييات خپاره کړې دي. د يادې ادارې ريکارډ ښکاره کوي چې عمر متين د خبرو پر مهال ډېر آرام او ډاډه و.

ايف بي آی د عمر متين د درې ټليفوني خبرو ځينې جزييات خپاره کړي دي. ياده اداره زياتوي چې په يوه ټليفوني مکالمه کې عمر متين دوی ته ويلي دي چې دی په اورلېنډو کې دی او غواړي د همجنسبازانو پر کلب بريد وکړي.

سرچينې وايي چې عمر متين ۹۱۱ سره د تليفون او خبرو پر مهال ډېر ډاډه او آرام ښکاري. هغه دغه راز په خبرو کې ويلي دي چې په موټر کې يې بارودي مواد شته دي. همدارنګه عمر متين په خپلو خبرو کې ويلي دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به ورته نورې حادثې هم ترسره شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button