افغانستانسلايډ

امريکا د تړون خلاف پروان کې توغندي ضد سيسټم لگوي

راپورونو تېره ورځ څرگنده کړه، چې افغانستان کې مېشت امريکایي ځواکونه بگرام هوايي ډگر ته نږدې د پروان کوه صافي ولسوالۍ کې توغندي ضد سيسټم لگوي، چې ښکاره يې هدف پر بگرام هوايي اډه او کابل د توغنديو ورېدو مخنيوی په گوته شوی، خو د شنونکو په اند امريکا به له دې سيسټمه د نړۍ د هېوادونو د څار گټه پورته کړي او دا د هغه امنيتي تړون خلاف دی، چې د کابل او واشنگټن تر منځ شوی دی.

ياد تړون کې ويل شوي، چې امريکايي ځواکونه کولی شي افغانستان کې نهه پوځي اډې او نور اړين تاسيسات ولري، خو د داسې کوم مرکز يادونه په کې نه ده شوې، خو دا چې امريکا پخوا هم د دې تړون خلاف ځينې ستر گامونه پورته کړي، لا هم دا لړۍ دوام لري. امريکا د تړون خلاف يو وار بيا د افغانستان جگړه کې په پراخ ډول ورگډه شوه او افغانستان ته د تازه دمو امريکايي سرتېرو راتگ لا هم روان دی.

يوې باوري سرچينې کابل نيوز سره خبرو کې ويلي، چې امريکايي ځواکونو کوه صافي کې د دې مرکز جوړولو ځای معلوم کړی او يو افغان خصوصي شرکت يې د پنځوس مليون ډالرو په بدل کې د دې ځای د ماينونو په پاکولو گمارلی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د امريکايانو له لوري د دې اقدام په اړه ناخبري ښيي، خو ژمنه کوي چې په اړه به څېړنې وکړي.

د چارو شنونکي وايي، امريکا غواړي د دې او دې ته ورته مرکزونو په جوړولو افغانستان په يوه اوږده نړيواله جگړه کې ښکېل کړي او له دې ځايه خپلو موخو ته ځان ورسوي. هغوی زياتوي، دا چې افغان حکومت لا هم د امريکايانو له دې پروگرامه ناخبره ده، افغانستان کې د امریکا خپلسري په نښه کوي.

عام افغانان په دې باور دي، چې د افغانستان په اړه د امريکا وروستيو پرېکړو او پلانونو ته په کتو معلومېږي چې امريکا نه غواړي د افغانستان جگړه ودروي، همدا راز د سولې په اړه چې کومې نارې سورې وهل کېږي يوازې د ولسي خلکو د غولونې په موخه دي او بس.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button