افغانستانخبرونهسلايډ

امريکا افغانستان او عراق ته اتلس سوه اضافي پوځيان لېږي

د امريکا متحده ايالتونو اعلان کړی، چې افغانستان او عراق ته به اتلس سوه تازه دمي پوځيان لېږي.

پنټاګون وايي، ديارلس سوه سرتيري عراق او پنځه سوه نور افغانستان ته لېږي.
له پنټاګونه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نوي سرتيري به د پخوانيو امريکايي پوځيانو د مرستې او دمې لپاره لېږل کيږي.

د پنټاګون د وسله‌والو عملياتو يوه لوړپوړي جنرال ال بنيسټر وايي، امريکايي ځواکونه د عراق او افغانستان ترڅنگ د نړۍ هر هېواد کې د خپلو هېوادوالو د ژغورنې لپاره قرباني ورکوي.

د امريکا له لوري افغانستان ته د نورو سرتيرو د لېږلو خبره په داسې حال کې خپريږي، چې تېره اوونۍ افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځيانو مشر جنرال کمبل له امريکايي چارواکو غوښتي وو، چې د افغانستان جگړه سخته ده، افغان ځواکونه د طالبانو مقابله نه شي کولای او افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د تجربې له مخې يې د نورو پوځيانو غوښتنه کړې وه.

جنرال کمبل په ډېر ټينگار ويلي و، چې افغان ځواکونه او افغانستان کې پراته ناټو او امريکايي پوځيان طالبانو سره د جگړې لپاره بسیا نه دي او که حالات دغسې روان وي، نو روان کال به له تېرو وختونو هم خونړی وي.

تېر اکتوبر کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې د ۲۰۱۶م تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي او له هغې وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راټيټ شي، چې د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره به دغه هېواد کې مېشت وي، مگر د امريکايي جنرالانو وروستيو څرگندونو او اندېښنو سپينه ماڼۍ او پنټاگون اړ کړي، چې افغانستان ته نور سرتيري ولېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button