افغانستانسلايډ

امريکايي ډپلومات: افغانستان کې د امريکا لاسوهنو داعش او نورې ډلې وزېږولې

پخواني مشهور امريکايي ډپلومات متيوهو څرگنده کړې ده، چې افغانستان کې امريکایي حضور د داعش او نورو ترهگرو ډلو د رامنځته کېدو سبب شو.

نوموړي زياته کړې ده، چې امريکا د سپتمبر د يوولسمې له پېښې مخکې افغانستان کې د کورنيو جگړو ملاتړ کاوه.

مشهور ډپلومات ښاغلی متيوهو وايي، امريکا افغانستان کې پر پاتې کېدو نه يوازې دا چې وسله وال يې ونه ځپل، بلکې هلته د نورو ترهگرو ډلو د رامنځته کېدو لامل شو. متيوهو داعش هغه ډله وبلله چې د امريکا د لاسوهنو او سياست زېږنده ده.

رشيا ټوډی ورځپاڼې د دغه امريکايي ډپلومات له خولې ليکلي چې افغانستان کې د امریکا ناسمې پاليسې هلته د نورو جگړه مارو ډلو رامنځته کېدو ته لار اواره کړه.

ښاغلي متيوهو ۲۰۰۹ز کې هغه مهال له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما په همدې کال افغانستان ته نور سرتېري واستول. نوموړي هغه مهال ټينگار کاوه، چې د نورو سرتېرو په استولو نه يوازې جگړه نه گټل کېږي بلکې د افغانستان د ملکي وگړو تلفات ډېرېږي.

متيوهو دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې افغانستان کې د امريکا جگړه لا هم ښه په زور کې روانه ده او اوس يو ځل بيا د وسله والو پر ضد د هيڅ ډول جنگي حربې پر کارولو صرفه نه کوي. بل پلو د ملگرو ملتونو کلني راپورونه هم څرگندوي چې د جگړو له امله هر کال د تېر په پرتله د ملکي تلفاتو شمېره لوړېږي، چې يوه ستره برخه يې د امريکا په هوايي بريدونو کې قرباني کېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button