افغانستانسلايډ

امريکايي ځواکونو د يرغمل شويو بهرنيانو د خلاصون لپاره ناکام عمليات کړي

ځانگړو امريکايي بحري ځواکونو يا (نيوي سيلز) تېره مياشت د هغو يرغمل شويو بهرنيانو د خلاصون لپاره عمليات کړي، چې وسله والو طالبانو تښتولي وو، خو دغه عملیات ناکام شوي دي.

په يرغمل شويو کسانو کې دوه د کابل د امريکايي پوهنتون بهرني استاذان دي. ويل کېږي وسله والو دوی سره ځينې افغاني استاذان هم تښتولي دي.

نيويارک ټايمز پرون په خپل يوه راپور کې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د افغانستان ختيځ لور ته يې په يوه لرې پرته غره‌ييزه سيمه کې ناکام عمليات کړي او د عملیاتو پر مهال له سختې جگړې سره مخ شوي دي.

ورځپاڼه ليکي، چې د خلاصون دغه عمليات له هغه وخته څو ورځې وروسته ترسره شول، چې وسله والو کسانو افغانستان کې د امريکايي پوهنتون ودانۍ ته نږدې د دې پوهنتون دوه تنه استاذان (امريکايي کيفين کينگ او اسټراليايي ټيموټي وييکس) له خپل موټره ښکته کړل او نامعلوم لوري ته يې يووړل. امريکايي چارواکي وايي، چې د څو ساعتونو فرصت له کبله وسله وال وتوانېدل چې دغه کسان د دوی له درکه ورک کړي.

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاگون د خلاصون د دغو عملياتو پخلی کړی خو څرگنده کړې يې ده، چې تښتول شوي کسان هغه ځای کې نه و، چې گمان يې کېده. پنټاگون ويلي چې دې جگړه کې څو تنه وسله وال وژل شوي دي خو امريکايي سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

سره له دې چې وسله والو طالبانو يا هم کومې بلې ډلې د دغو بهرنيانو د تښتولو پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو امريکايي چارواکي وايي، چې دوی گمان کوي چې دغه کسان د حقاني شبکې غړو تښتولي دي. دغه شبکه د طالبانو خطرناکه او پياوړې ډله يادېږي چې ورته پېښې ترسره کوي. دغې ډلې پخوا هم لوړپوړي بهرني چارواکي او اتباع د کلونو کلونو لپاره له ځان سره ساتلي او بيا يې د خوشې کولو په بدل کې د نړۍ پر هېوادونو خپلې غوښتنې منلې دي، چې د هغوی له ډلې امريکايي سرتېری بوبرگډال د يادونې وړ دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button