افغانستانسلايډ

«امريکايي ځواکونه دې د طالبانو پر ضد خپل ټول ځواک وکاروي»

امريکايي سناتورانو له خپل حکومته غوښتي، چې افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه دې د وسله والو طالبانو پر ضد خپل ټول ځواک وکاروي.

د امريکا د مشرانو جرگې او په دې جرگه کې د پوځي خدماتو د کمېټې دوو غړو جان مکين او گراهام پاکستان او افغانستان ته له خپل سفر وروسته ويلي، چې امريکايي ځواکونو ته دې اجازه ورکړل شي، چې افغانستان کې وسله وال له منځه يوسي. دا غوښتنه په داسې وخت کې کېږي، چې افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه اوس هم د طالبانو پر ضد له هيڅ هڅې درېغ نه کوي.

د امريکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکين او د کمېټې بل غړي گرام ويلي، که طالبان يو وار بيا واک ته ورسېدل، د يوولسم سپتمبر په څېر به بيا د امريکا امنيت وگواښي.

جان مکين زياته کړې، چې ولسمشر اوباما دې افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې د وسله والو پر ضد له خپل ټول توانه کار واخلي.

دغه سناتوران دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې څه موده مخکې افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه کې د امريکايي ځواکونو صلاحيتونه پراخ شول او ورسره سم د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونو زور واخيست.

دواړو سناتورانو د اوباما له حکومته دا غوښتنه هم کړې، چې افغانستان کې د پوځيانو شمېر کم نه کړي او «دا به د افغانستان د هېرولو په معنا وي».

امريکايي چارواکي دا څرگندونې د وارسا له کېدونکې غونډې څو ورځې مخکې کوي، چې د افغانستان کړکېچ د دې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

بل پلو د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده په خپل پيغام کې ويلي، چې له افغانستانه د وروستي بهرني پوځي تر وتلو به جگړې ته دوام ورکړي. نوموړي د هېواد د روانو ستونزو اصل لامل افغانستان کې د امريکا پوځي حضور بللی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button