افغانستانسلايډ

«امريکايي ځواکونه افغان سرتېري د دانې په توگه کاروي»

امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه مشکوک دښمن سره د مخ کېدو پر مهال له افغان ځواکونو د «لومې د دانو» په څېر کار اخلي.

د دې ورځپاڼې خبريال مايک فيلپس څرگنده کړې ده، چې امريکايي ځواکونه په داسې کولو سره مشکوک تن معلوموي، چې دښمن دی که نه.

سرچينې زياته کړې ده، چې امريکايي ځواکونه هغوی ته د نږدې وسله والو د دښمنۍ او نه دښمنۍ معلومولو لپاره له افغان سرتېرو د «دانو» په څېر گټه پورته کوي او امر ورته کوي، چې وسله والو ته نږدې ورشي.

افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو څه موده وړاندې د امريکايي ولسمشر په پرېکړه نور صلاحيتونه ترلاسه کړل، چې له مخې يې کولی شي افغان ځواکونو سره جگړو کې گډون وکړي. د راپور له مخې هغوی تش طالبانو سره د مخ کېدو پر مهال افغان ځواکونو ته امر کوي، چې دښمن او نه دښمن يې معلوم کړي.

له ډيلي کالر په نقل که د افغان ځواکونو په ورنږدې کېدو وسله والو خلکو ډزې وکړې، معلومه شوه، چې دښمن دی.

د خبريال مايک فيلپس په وينا د امريکا د ځانگړو ځواکونو قوماندان ورته وويل: «موږ هيڅکله دا نه غواړو چې خپل کمانډويان د مرگ يا ټپ له خطر سره مخ کړو». راپور پای کې ليکي چې افغان ځواکونه د خپلو ماموريتونو په ډېرو برخو کې د دې تاکتيک له ترسره کولو ډډه کوي او دې کار ته د طالبانو د هدف گرځولو پر ځای د سړکونو او لارو د پاکۍ په سترگه گوري.

دا راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د پخوا په پرتله اوس امريکايي ځواکونه کم د جگړې ډگر ته ځي، خو بيا هم له بېلا بېلو ولايتونو جگړو کې د هغوی د گډون خبرونه خپرېږي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button