افغانستانسلايډ

امريکايي ورځپاڼې: امريکايي پوځيان هلمند ته د ولايت د ژغورلو لپاره تللي

امريکايي ورځپاڼو څرگنده کړې ده چې هلمند ته د تللو امريکایي پوځيانو موخه د طالبانو په لاس دغه ولايت له سقوطه ژغورل دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکايي چارواکي ادعا کوي چې افغانستان کې يې د ځواکونو شتون يوازې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه ده.

هلمند کې دا مهال پنځه سوه امريکایي سرتېري شتون لري چې د چارواکو په وينا يوازې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ کوي، خو بل پلو همدا ځواکونه طالبانو سره مخامخ جگړو کې ليدل شوي او ان تلفات ور اوښتي دي.

گارډين ورځپاڼې تېره اوونۍ کې هلمند ته د له سلو ډېرو امريکايي پوځيانو تگ ته په کتو ويلي، چې چارواکو د دې سرتېرو په استولو د ولايت د مرکز د ژغورلو خبر ورکړی و. د همدې پوځيانو له تگ وروسته هلمند کې د طالبانو يوه بمي بريد کې څو تنه امريکايي پوځيان ټپيان شول، چې وروسته يې يوه ساه ورکړه.

گارډين ليکي: «دې اقدام ته په کتو ويلی شو، چې د طالبانو په لاس د لښکرگاه د سقوط وېره شته». ورځپاڼې د افغان چارواکو له خولې ليکلي، چې د هلمند اتيا سلنه خاوره د طالبانو ولکه کې ده.

نيويارک ټايمز هم د هلمند پرونۍ پېښې او روان وضعيت ته په کتو ويلي: «داسې ښکاري چې امريکا ورځ له بلې احساسوي چې د افغانستان ورځنيو جگړو کې ورگډېږي». سرچينې زياته کړې چې د روان کال له پيله تر دې دمه افغان ځواکونه د طالبانو د بريدونو په شا تنبولو کې له ستونزو سره مخ دي.

نيويارک ټايمز ليکي چې له شاو خوا دوه کالو وروسته چې هلمند کې د برتانويانو پوځي اډه وتړل شوه، اوس بيا هلته د امريکايي پوځيانو شتون له سقوطه د دې ولايت د ژغورلو د هڅو يوه نښه ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button