افغانستانسلايډ

امريکايي رسنۍ: افغانستان کې د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی

امريکايي رسنيو د افغانستان امنيتي حالاتو او د طالبانو د پرمختگونو په اړه راپورونه خپاره کړي او وايي، چې طالبان له ۲۰۰۱م اوس ډېر غښتلي او فعال دي.

واشنگټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې په خپل تازه گڼه کې د امريکايي او افغان چارواکو وروستيو اندېښنو ته اشاره کړې، چې د طالبانو له بريدونو او گواښونو سره زياتې شوي دي.

واشنگټن پوسټ د ملي امنيت هغې پټې غونډې په اړه هم ليکلي، چې تېر اکتوبر کې يې د طالبانو د وروستيو پرمختگونو په اړه کړې وه.

ورځپاڼې دغه غونډه کې د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې هم راخيستي، چې «موږ د افغان ولس هيلې او غوښتنې عملي نه شوې کړای او نه يې موږ د هيلو د پوره کولو توان لرو، امنيتي ځواکونه مو نظم او ترتيب ته اړتيا لري، ملي پوليس او اردو مو لا هم نورې روزنې ته اړتيا لري او هر وخت په جگړو د طالبانو له لوري په ډېره اسانه وژل کيږي.»

واشنگټن پوسټ زياتوي، چې د افغانستان دېرش سلنه خاوره په مکمل ډول د طالبانو په واک کې ده او دا ۲۰۰۱م کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته د دوی ستره بريا بلل کيږي.
هلمند په ځانگړې توگه

ورځپاڼې د طالبانو د وروسيتو گواښونو او پرمختگونو په ترڅ کې د هلمند امنيتي حالت په اړه ليکلي، چې د افغان امنيتي او سياسي چارواکو مسووليت دا دی، چې هلمند د طالبانو له کنټروله وباسي؛ ځکه چې دې ولایت کې سلگونو امريکايي او برتانوي سرتېري وژل شوي دي.

«روان کال بلکې تېرې مياشت پورې ۷۰۰۰ افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو بريدونو کې وژل شوي او له دوولس زور زيات ټپيان دي، چې د تېر ۲۰۱۴م په پرتله ۲۶ سلنه زياتوالی په کې راغلی.»

واشنگټن پوسټ مخکې ليکي، چې د طالبانو د پرمختگونو او بريدونو له امله نور ځانگړي امريکايي او برتانوي سرتيري د افغان امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره د افغانستان په گڼو سيمو کې خپاره شوي او له همدې امله د امريکايي سرتېرو مرگ ژوبله بيا پيل شوه.

ورځپاڼې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د وياند ډگروال مايکل لوهوزن له قوله ليکلي، چې امريکايي سرتيري د افغان امنيتي ځواکونو د مرستې، روزنې او مشورو مسووليت لري او د امريکايی پوځيانو زياتېدونکې مرگ ژوبله د دې دليل دی، چې «د افغانستان جگړه ژر پای ته رسېدونکې نه ده.»

د نظم او ډيسيپلن ستونزه

واشنگټن پوسټ دا هم ليکلي، چې د ملي امنيت شورا په پټه غونډه کې افغانستان کې د امريکايي او ناټو سرتېرو مشر قوماندان جنرال جون ايف کمبل پر افغان چارواکو توندې او ترخې نيوکې وکړې، چې د خپلو سرتېرو روزنې، کار ا وفعاليتونه نه څاري او له همدې امله نظام ړنگېدای شي؛ ځکه چې «د طالبانو جنگيالي خو له تاسې لس گزه اوږده نه دي، تاسې سره تر هغوی ډېر وسايل دي، نظامي روزنه مو تر هغوی ډېره او ښه ترلاسه کړې، او ټولې ستونزې او ناکامۍ د مشرانو له لاسه دي او پړه يې هم د دوی پر غاړه ده.»

واشنگټن پوسټ زياتوي، چې د پاکستان له لوري د پاکستاني طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو له امله زرگونو پاکستاني روزل شوي طالبان او داعش وسله‌وال افغانستان ته راوښتي دي.

واشنگټن پوسټ او کريسټيان ساينس مونيټور ورځپاڼو ليکلي، چې افغانستان کې دطالبانو پرمختگونه ورځ تر بلې زياتيږي، داعش هم ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان دی او حکومت له خپلو ځانگړو ستونزو سره لاس و گريوان دی، لکه کمزوری اقتصاد، د بې کارۍ زياتوالی، اداري فساد او گڼې نورې ستونزې دي، چې ولس له حکومته خوابدی دی او زړه يې ورته «ډک» دی.

د سولې مړژواندی بهير

امريکايي رسنۍ دا هم وايي، چې افغانستان کې زياتېدونکو جگړو او تاوتريخوالي له امله د سولې بهير په ټپه درېدلی او د اشرف غني هغه هڅې هم ناکامه ښکاري، چې له مخې يې غواړي، طالبان د خبرو مېز ته کينوي، په ځانگړې توگه، چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د خپل ځواک د ښوولو په حالت کې دی.

د واشنگټن پوسټ په وينا طالبان اوس د گڼو ولايتونو مرکزونو ته رارسېدلي، ډېری ښاري سيمې يې نيولي او دا د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو ډېر ځواک او قوت ښيي.

کريسټيان ساينس مونيټور ليکلي، چې د امريکا او ناټو پر لاسو روزل شوي افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو د مقابلې نه دي، کندز کې د طالبانو په لاس د افغان حکومت وروستۍ ماتې او نورې نا امنۍ د دې لامل کيږي، چې امريکا او نړيواله ټولنه بايد د افغانستان سياسي او نظامي حالت په دقت وڅاري.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button