افغانستانسلايډ

«امريکايان له افغانستانه په تابوتو کې راځي»

۲۰۰۱م راهيسې، چې امريکا د نړيوال ايتلاف په مشرۍ پر افغانستان بريد کړی، تر اوسه يې ډېر مالي او ځاني زيانونه گاللي او اوس، يو ځل بيا افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو اعلان امريکايي ولس په يو نوي جنجال اخته کړی، ځينې يې پلوي کوي او ډېری يې مخالف دي.

امريکايي رسنيو په دې اړه له ولسي خلکو سره خبرې کړي، افغانستان کې يې د امريکايي سرتېرو په وژل کېدنه، مالي زيانونو او د وژل شوو پوځيانو له خپلوانو او کورنيو سره خبرې کړي، چې دوی څومره د خپلو وژل شوو سرتېرو په مړينه خواشيني دي او تر څنگ يې پر دې هم بحث شوی، چې امريکا دې خپل سرتېري په افغانستان کې پرېږدي او که راويې باسي.

ډيلي بيسټ امريکايي مجلې د ناسي يوسف ليکوالې يوه مقاله خپره کړې، په دې مقاله کې د هغو شپږو امريکايانو وژنې ته اشاره شوي، چې تېره اوونۍ بگرام کې په يو ځانمرگي بريد کې ووژل شول.

ليکواله زياتوي، امريکايي پوځيان د دې لپاره افغانستان ته نه وو تللي، چې له هغه لوري دې په تابوتونو کې راوړل شي.

د ليکوالې په وينا د دغو وژل شوو سرتېرو کورنۍ به کرسمس په سخت غم او اندېښنو کې نمانځي، په داسې حال کې، چې کورنيو يې داسې فکر کاوه، چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو جگړه‌ييز ماموريت پای ته رسېدلی دی.

د امريکايي سرتېرو مړي

ناسي يوسف وايي، چې د شپږو امريکايي سرتېرو مړي امريکا کې نيوکاسل پوځي اډې ته راوړل شول، په ډېر غم او درد کې خاورو ته وسپال شول، چې د کورنيو او ملگرو له سترگو يې اوښکې روانې وې، مگر دا ډول پېښې او صحنې له تېرو څوارلسو کالو راهيسې پر امريکايي سرتېرو او کورنيو تېريږي او له ۲۰۰۱م تر اوسه ۲۴۰۰ امريکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

بل پلو نېشنل انټرسټ مجلې بيا د ليسا کيرټس يوه مقاله خپره کړې او له امريکايي چارواکو يې غوښتنه کړې،چې افغانستان بايد خوشې نه کړي.

ليکواله زياتوي، په تېرو دوو کلونو کې د امريکا په هڅو افغانستان کې د ملي يووالي حکومت جوړ شو، د ناټو پوځي ماموريت پای ته ورسېد او د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پيل شوې، اگر که د لنډې مودې لپاره وې.

د ليکوالې په وينا امريکا او ناټو بايد په افغانستان کې يوه داسې ټولنه رامنځته کړي، چې له مخې يې دغه هېواد کې تلپاتې سوله او امنيت راشي او پرې نږدي، افغانستان يو ځل بيا هغه حالت ته وگرځي، چې څو کاله پخوا يې دا هېواد او افغانان شاهدان وو.

وروستۍ سروې گانې ښيي، چې ډېری امريکايان افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شتون مخالف دي، له اوباما غواړي چې له ژمنې سره سم خپل پوځيان له افغانستانه وباسي او دغې جگړې ته د پای ټکی کېږدي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپل ټاکنيز کمپاين کې خپل ولس سره ژمنه کړې وه، چې دی به د افغانستان او عراق جگړه پای ته رسوي او خپل سرتيري به هېواد ته راولي.

د امريکا پخوانی دفاع وزير رابرټ گيټس وايي، اوباما هم افغان جگړه خپله نه گڼي او دا د پخواني ولسمشر بوش له لوري پاتې شوی ميراث بولي او غواړي، چې په هر صورت وي دا جگړه پای ته ورسوي.

يو شمېر نور کارپوهان بيا وايي، ولسمشر اوباما غواړي، چې افغان جگړه پای ته ورسيږي، مگر جمهوري پلوه او سي ای اې پر دې ټينگار کوي، چې امريکايي سرتيري بايد په افغانستان کې پاتې وي او تر اخره له طالبانو او نورو مخالفينو سره په جگړه بوخت وي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button