افغانستان

الکوزی: د هلمند شل سلنه خاوره امنيتي ځواکونو سره ده

په داسې حال کې چې د هلمند په بېلا بېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي، مشرانو جرگه کې د دې ولايت استازي محمد هاشم الکوزي ويلي دي، د ولايت يوازې شل سلنه خاوره د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

د سيمې خلکو او دولتي چارواکو تېرو ورځو کې څو ولسواليو کې د طالبانو د سختو بريدونو خبر ورکړی دی، هغوی وايي، طالبان خپلې وروستۍ هڅې کوي، چې د مرکز لښکرگاه خوا و شا کې درې ولسوالۍ گرشک، سنگين او مارجه ونيسي.

خو کابل کې چارواکي وايي، د هلمند جگړو ته يې تازه دمه ځواکونه لېږلي دي او د نورو د لېږلو په حال کې دي.

د دغو جگړو په ترڅ کې دواړو لوريو يو بل ته د درنې مرگ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

دولتي چارواکو له گڼو سيمو د طالبانو د شړلو هم ويلي وو، خو په مشرانو جرگه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي تازه په خپلو خبرو کې د هلمند امنيتي وضعيت ته په کتو ويلي دي، د دې ولايت يوازې شل سلنه سيمې له دولتي ځواکونو او پاتې نورې طالبانو سره دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، سره له دې چې دې ولايت کې پوره جنگي ځواک شته، خو ستونزه دا ده، چې طالبان د خرپ او ترپ جگړه کوي، موږ يوې سيمې ته امنيتي ځواکونه واستوو، طالبان هغه سيمه پرېږدي او پر هغه لوري بريد وکړي، چېرې چې لږ شمېر امنيتي ځواکونه وي.

يوه اونۍ وړاندې د گرشک او سنگين په نښتو کې په داسې حال کې له پنځوسو د ډېرو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو پخلی وشو، چې چارواکو هلته د طالبانو زور مات بللی و او ويلي يې و، چې گڼې سيمې يې د هغوی له شتونه پاکې کړې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button