سلايډسيمه او نړۍ

المان: کډوالو ته د يو په لسه کم مزد د ورکړې پلان

د المان حکومت د يوه نوي پلان له مخې پرېکړه کړې ده، چې کډوالو ته به د ځايي اوسېدونکو په نسبت د کار په بدل کې تقريبا يو په لس نيمه کم مزد ورکوي. د دې پلان له مخې به کډوال مزدوران د يوه ساعت کار په بدل کې يوازې اتيا سنټه اخلي (يوه يورو سل سنټه ده)، چې د ځايي اوسېدونکو د همدومره مودې د کار مزد اته يورو او پنځوس سنټه کېږي.

«د المان زرغون گوند» پر دغه پلان نيوکه کړې او دا يې له کډوالو څخه سوء استفاده بللې ده. د دې گوند د کار د بازار کارپوه بريگيټ پوټمر المان خبري اژانس سره خبرو کې ويلي: «د دې پلان گټه او خرڅ په هيڅ تناسب کې سره واقع نه دي». پوتمر نيوکه کړې چې کوم کډوال له خپلو کمپونو څخه بهر په کار پسې وتو ته اړ دي، هغوی به په قوي احتمال د تگ راتگ او نور خرڅونه هم له خپله جېبه پرې کړي، چې په دې سره به د اخيستي مزد خورا کمه برخه ورته پاتې شي. پلان کې ويل شوي، چې کډوالو ته به کارونه ورکول شي او د دې کارونو يوازې پنځه ويشت سلنه به د هغوی د کمپونو دننه وي، پاتې پنځه اويا سلنه به بهر وي، چې د کولو لپاره به يې کډوال تگ راتگ ته اړ وي.

ښاغلي پوتمر څرگنده کړې ده، چې که د کډوالو لپاره دغه پلان پلي شي، نو به يې په ترڅ کې له هغوی څخه سوء استفاده وشي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د «۸۰ سنټو دغه تبعيضي» قاعده دې په سمدستي توگه له پلانه ليرې کړای شي.

څو ورځې وړاندې نړيوالو راپورونو څرگنده کړه، چې اروپا ته ډېری تللي کډوال دا مهال له سختې بې روزگارۍ سره مخ دي او د خپلو ورځينيو خرڅونو د پوره کولو لپاره نږدې هر ډول کار ته زړه ښه کوي، دغو راپورونو کې ادعا شوې وه، چې يو گڼ شمېر کډوالو د خپلو خرڅونو د پوره کولو لپاره «فحشا» ته مخه کړې ده.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button