سيمه او نړۍ

الجزائر تېره مياشت د فرانسي اشغال شپاړلس سوه بمونه خنثی کړل

الجزائر هيواد اعلان کړې ده، چې تېره مياشت يې د فرانسي اشغال شپاړلس سوه بمونه خنثی کړي دي، چې پرسونل ضد او ډله‌ييز وژونکي بمونه دي. دې سره الجزائر کې د فرانسي اشغال له لوري د ښخ کړل شويو بمونو د خنثی کېدو شمېر له اتو لکو واوښت، چې شاوخوا اووه لکه يې پرسونل ضد او پاتې نور د ډلو ضد بمونه وو.

الجزائر تازه د هيواد ختيځو او لوېديځو څنډو کې دغه بمونه له منځه وړي چې شاوخوا يو سل پنځوس يې لويديځ او له څوارلس سوو ډېر ختيځ لور ته ښخ وو.

فرانسې پر الجزائر د ۱۸۳۰ز د جولای په پنځمه بريد وکړ او د ۱۹۶۲ز تر همدې نېټې يې اشغال کړ. د بريد پر مهال د فرانسوي پوځيانو شمېر له اووه دېرش زرو اوښت، خو له سلو د ډېرو کلونو په تېرېدو هم فرانسې ونه کړای شول، د الجزائر مقاومت وځپي. دې هيواد کې د وخت فرانسوي واکمن هغه مهال وويل: «تر څو چې د الجزائر خلک قران لولي او په عربي غږېږي، موږ پرې غالبېدی نه شو، نو بايد لومړی يې قران له مخې لرې کړو او بيا يې عربي ژبه له ژبو ومروړو».

د فرانسې د اشغال پر مهال الجزائر کې د فرانسوي پوځيانو د تېريو او ډله ييزو وژنو کيسې په خپله د فرانسې پوځي مشران او چارواکي کوي او په دې اقرار کوي، چې «هلته يې انسانيت وژلی دی». او «پوځي افسرانو ورته له يوې مخې د عربو د وژلو امر کړی و».

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button