پاموړ

«افغان کرکټ» مجله چاپ او پر لیکه شوه

افغان مجلې دوهمه ګڼه د څو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا چاپ او پر لیکه شوه.

دغه مجله چې د کرکټ بورډ لخوا چاپيږي، په ۵۶ مخونو کې په ډیر اعلی کیفیت چاپ شوې ده.

د مجلې مسوول مدیر جاوید همیم کاکړ دی او مرستیالان یې فرید هوتک، عزیز غروال او نویدسفزی دي.

مجله کې د کرکټ بورډ پر کارونو او ملي لوبډلې په بریاو رڼا اچول شوې او هم د کرکټ په اړه ځينې معلوماتي لیکنې هم خپرې شوې دي.

په مجله کې د پښتو او دري  سربېره انګلیسي مطالب هم خپاره شوي دي.

مجله له دې ځایه ښکته کولای او لوستلای شئ.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button