خبرونهسلايډ

افغان چارواکي د پاکستان د پوځ څرگندونې ردوي

افغان چارواکي د پاکستان د پوځ څرگندونې چې گواکي پر افغان امریکايي پوهنتون بريد په پاکستان کې نه دی پلان شوی ردوي او وايي چې موږ له پاکستاني لوري سره ټول د ډاډ وړ اسناد شریک کړي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان له خاورې نه دی شوی او هیچاته به هم اجازه ورنکړي چې د پاکستان له خاورې څخه یې د ګاونډیانو په ضد ګټه پورته کړي.

پر افغان امریکايي پوهنتون له برید وروسته ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره ټلیفوني خبرې کړي او ترې غوښتنه کړې وه چې د دې برید کوونکو په وړاندې اقدام وکړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button