راپورونه

“افغان پوځ د نړۍ ۷۴ پیاوړی پوځ دی”

د ګلوبل فایر پاور په نوم د یوې ادارې له لوري ترسره شوې درجه بندی کې افغان پوځ د نړۍ په ۱۳۷ پوځونو کې ۷۴ ځای خپل کړی دی.
په ۲۰۱۸ کې افغان پوځ دغې درجه بندی کې ۷۱ ځای درلود. مانا دا چې سږ درې درجې ښکته شوی دی.
دغې درجه بندی کې لومړی د امریکا متحده ایالات، دویم روسیه او درېيم چین راغلي دي.
رپوټ وایي چې افغان پوځ د خپلو دښمنانو په ماتولو کې بریالی شوی نه دی.

Tags
Back to top button