خبرونهسلايډ

افغان پلاوی د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی

په تورخم کې د تاسیساتو د جوړولو د کړکیچ د حل لپاره افغان پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي تر مشرۍ لاندې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د تورخم د شخړې د حل لپاره اسلام اباد د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته بلنه ورکړې وه چې د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

د ملي امنیت سلاکار ویاند تواب غورځنگ په وینا ملي امنیت شورا له اوږد بحث وروسته په دې سره سلا شوه چې اسلام اباد ته د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ پلاوی واستوي.

افغاني او پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی له افغان پلاوي سره د خبرو لپاره اسلام ابا ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې افغان پلاوي تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار سرتاج عزیز سره ناسته کړې او د غونډې د جزیاتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button