خبرونهسلايډ

افغان پلاوی اسلام اباد ته د تورخم د شخړې د حل لپاره سفر کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو سلارکار سرتاج عزیز پرون د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې دوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي امنیت سلارکار حنیف اتمر ته بلنه ورکړې چې د تورخم د شخړې حل لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

بلې خوا د ملي امنیت شورا ویاند، تواب غورځنگ رسنیو ته ویلي چې له اوږده بحث وروسته افغان حکومت دې هوکړې ته رسېدلی دی چې د تورخم د شخړې حل لپاره دې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ اسلام اباد ته خپل پلاوی واستوي تر څو شخړه له ډېپلوماتیکو لارو حل کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په تورخم کې د افغان او پاکستان پوله ساتونکو تر منځ نښتې شوي چې له امله يې د دواړو خواوو گڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ناټو هم د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د ډيورنډ د کرښې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button