خبرونهسلايډ

افغان هوايي ځواک د ملي اردو پوستې بمبار کړي

 

د دفاع وزارت چارواکو دا خبره منلې چې د افغان هوايي ځواک غړو پر خپلو پوستو بمباري کړې او د هوايي ځواک او کمناډو ځواکونو یو سرتېری او د پولسو یو افسر په کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي چې د ملي اردو سرتېرو له طالبانو سره په بالا بولوک ولسوالۍ کې د جگړې پر مهال د بمبارۍ غوښتنه کړې وه چې د غلطو معلوماتو په شریکولو سره هوايي ځواک په خپلو پوستو بمباري کړې.

وزیري زیاته کړه چې د پېښې د پلټنې لپاره یو کمیسون ټاکل شوی دی چې په دې اړه څېړنه وکړي او ښکاره کړي چې غلطي عمدي ده او که سهوه شوې. تر دې مخکې راپورونو کې ویل شوي وو چې د کمانډويي ځواک پنځه تنه سرتېري د دې بمبارۍ له امله وژل شوي دي.

په تېرو دوو اوونیو کې دا دریم ځل دی چې د ملي اردو سرتېري د خپلو ائتلافي ځواکونو له لوري بمباريږي. تر دې مخکې د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو ملکي خلک بمبار کړل او له هغې وروسته په فراه ولایت کې هم د ملي اردو پوستې د امریکایانو له لوري بمبار شوې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button