سلايډنظر او تحلیل

افغان سوله او پاکستان؛ له مري تر څلور اړخیزو ناستو

احمد بلال خلیل

د اشرف غني د سولې تګلاره د حامد کرزي د سولې له هغې سره ډېر روڼ او ښکاره توپير لري؛ خو بیا هم په مجموع کې مستقیماً له طالبانو سره د اړیکو او خبرو اترو نه شتون د دواړو تګلارې سره ورته کوي. له دغې پرتلې سره سره، اشرف غني بیا پر دې بریالی شو، چې د طالبانو له استازو سره  یې استازي په مخامخ خبرو اترو کې برخه واخلي. دغه مخامخ خبرې اترې بیا د مري پروسې په نامه یادې شوې؛ خو ډېر ژر د ملا محمد عمر د مرګ له اعلانېدو سره افغان حکومت ودرولې.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د څلور اړخیزو خبرو اترو تر سرلیک لاندې یو بل پړاو هم پیل شوی دی. دا چې په عمومي ډول د افغانستان په بهرني سیاست کې د سولې په تړاو کوم کارډونه وو، د اشرف غني د پاکستان کارډ څه نتیجه ورکړه او په تېره بیا د څلور اړخیزو خبرو اترو ارزونه څه ده، په دغه تحلیل کې دغه پوښتنې ځواب شوي دي.

د افغانستان د بهرني سیاست کارډونه

د امیر عبدالرحمان خان لخوا د ډېورنډ کرښې له لاسلیکولو وروسته، افغانستان  په هند کې د انګریزانو پرضد په خپل بهرني سیاست کې څو ځله د پښتنو کارډ استعمال کړ. وروسته چې کله د برصغیر له لویې وچې څخه انګریزان ووتل او د پښتونستان او ډېورند کرښې له کبله د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابې شوې، نو کابل یو ځل بیا د پښتنو له کارډ څخه ګټه پورته کړه؛ خو دا ځل دغه کارډ د انګریزانو پرځای د پاکستان پرضد استعمال شو.

د سردار داوود خان له سپینې کودتا سره چې د افغانستان د اسلامي نهضت یو شمېر غړو په پاکستان کې پناه واخیسته او د پاکستان پر مرسته يې په ۱۳۵۴ کال په پنچشیر او مشرقي کې په عملیاتو لاسپوری کړ، نو دغې کړنې سردار داوود خان اړ کړ، څو په لومړي ځل د اسلامي نهضت د فعالیتونو د بندولو او هېواد ته د دوی د بېرته راتګ په موخه د پاکستان کارډ وکاروي.

همدا راز د خوست د محاصرې پرمهال ډاکټر نجیب الله بیا وغوښتل، چې په هېواد کې د جګړې د تمولو او د سولې راوستلو په موخه په لومړي ځل د افغانستان په بهرني سیاست کې د چین کارډ استعمال کړي. وروسته ورته هڅه د استاد رباني لخوا هم وشوه او بیا له ۲۰۱۲ کال راهیسې د حامد کرزي لخوا هم په نیمه رسمي توګه وشوه[1].
سوله او پخلاینه؛ د اشرف غني د بهرني سیاست عمده اصول

د اشرف غني د بهرني سیاست له عمده اصلونو څخه سوله او پخلاینه، اقتصادي پيوستون، ترانزت او د مرستو راجلبول دي. دلته مو د بحث موضوع یوازې سوله او پخلاینه ده، نو ځکه به یوازې پر همدې خپل بحث متمرکز کړو.

اشرف غني هم د ډاکټر نجیب او استاد رباني په شان د سولې د راوستلو، جګړې ختمولو او پر پاکستان د فشار په موخه په درېیم ځل د افغانستان په بهرني سیاست کې د چین کارډ استعمال کړ. ده له دې سره  د سعودي کارډ هم استعمال کړ او همدا راز د سولې په تړاو یې تر ټولو زیاته اتکا پر پاکستان هم وکړه او تر اوسه پورې یې د سولې په تړاو تر ټولو زیات د پاکستان کارډ استعمال کړی دی؛ خو کله چې په همدې منځ-منځ کې يې له پاکستان سره اړیکې خرابې شوې، نو هلته یې بیا د ژبې له ډيپلوماسۍ څخه هم کار واخیست او د دوو اړخیزو اړیکو د بیارغولو په موخه یې د پښتو کارډ استعمال کړ.

په بهرني سیاست کې د اشرف غني د دغو کارډونو استعمال ګټه دا شوه، چې له دغو درېیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د تېرو څوارلسو کلونو په پرتله ډېرې ښې شوې او د سولې پروسې په برخه کې هم لومړی د مري ناستې زمینه مساعده شوه او اوس یې په تړاو څلور اړخیزه خبرې اترې روانې دي.

د مري ناسته

که څه هم د حامد کرزي په دوره کې د افغان حکومت یو شمېر غړو د افغان طالبانو له یو شمېر غړو سره په خبرو اترو کې بوخت پاتې شوي وو؛ خو بیا هم دغو خبرو اترو هېڅ کله هم د سولې په تړاو د رسمي خبرو اترو جامه  نه ده رانغاړلې. که څه هم طالبانو ته نژدې سرچینو د مري په ناسته کې ګډون رسماً تایید نه کړ. د مري له ناستې وروسته هم طالبانو ټینګار وکړ چې د خبرو او هر ډول سیاسي کار واک او صلاحیت یوازې په قطر کې له سیاسي دفتر سره دی. په مري کې خبرې طالبان «یو ډول دسیسه» بولي. په هر صورت، افغان حکومت د مري ناسته د ځان لپاره بریا وګڼله او دا یې له طالبانو سره لومړنۍ نېغ په نېغه خبرې وګڼلې.

د مري خبرو اترو څخه وړاندې د پاکستان لخوا پر طالبانو ډېر فشار وو، چې له کابل سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. له همدې ځایه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په دې اړه هلې ځلې پيل کړې، چې طالبانو ته کوم نوی ځای ولټوي او طالبان له دغه پاکستاني فشار څخه وباسي؛ خو بریالی نه شو. په دغو خبرو کې عبدالطیف منصور او ملا محمد عباس اخوند په دې شرط ګډون کړی و، چې خبرې اترې به پټې ساتل کېږي[2]؛ خو وروسته دغه خبرې پټې پاتې نه شوې او طالبانو هم ونشول کولای چې دغه خبرې په بشپړه توګه رد کړي، بلکې د مري خبرو اترو په غبرګون کې یې یوازې د قطر دفتر واک زیات کړ او ویې ویل: «د ټولو خارجي او داخلي سیاسي چارو مسولیت یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته سپارل شوی، سیاسي دفتر پوره واک او صلاحیت لري چې له حالاتو او شرایطو سره سم مذاکرات وکړي او یا یې هم متوقف کړي»[3].

او خبرې اترې سبوتاژ شوې!

د مري له لومړنۍ ناستې وروسته ټاکل شوې وه، چې ورته دویمه ناسته به دوو اوونیو کې دننه وشي؛ خو د ملا محمد عمر د مرګ له اعلان سره دغه پروسه سبوتاژ شوه. که څه هم وروسته افغان حکومت او طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه خبر تصدیق وکړ؛ خو دا لا تر اوسه د بحث وړ ده، چې په لومړي ځل دغه خبر چا افشا کړ.

لا هم په دې اړه درې سازشي نظريې تودې دي، چې په لاندې ډول دي:

لومړی: پاکستان رښتیا هم پر طالبانو محدود نفوذ درلود او نور یې نه شوای کولای، چې کابل ته په خپلو شوو ژمنو کې پاتې راشي نو دغه خبر یې افغان حکومت ته ورکړ او هغوی بیا دغه خبر افشا کړ.

دویم: طالبانو نور د ملا محمد عمر مرګ نه شو پټولای، له هرې خوا ترې د غږیز پيغام غوښتنې کېدې او ترڅنګ یې د پاکستان لخوا هم پر دوی ورځ تر بله فشارونه زیاتېدل. له همدې ځایه له پاکستاني فشارونو څخه د وتلو او د وخت د ترلاسه کولو په موخه دوی دغه خبر افشا کولو ته لاره برابره کړه او بیا یې وروسته په رسمي توګه ومنله هم.

درېیم:  د پاکستانۍ رسنیو له مخې د اشرف غني او حامد کرزي د ګروپ ترمنځ د ژورو اختلافاتو له کبله دغه خبر د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبېل افشا کړ. خو بیا هم دا لا تر اوسه سمه کره معلومه نه ده، چې ایا رښتیا هم د ملا محمد عمر د مرګ افشا کېدو کې تر شا دغو درېیو سازشي نظریو رول درلود او که نه؟

د څلور اړخیزو خبرو اترو مخېینه

په رسمي توګه د ملا محمد عمر د مرګ خبر له منلو وروسته، په افغانستان کې د ناامنیو یوه نوې څپه راپورته شوه، چې په دغه کې د شاه شهید خونړۍ پېښه او د کندز سقوط هم ګډ وه. اشرف غني له دغې پېښې وروسته د پاکستان پرضد سخت دریځ ونیوه او داسې پای د کابل-اسلام اباد اړیکې خړې پړې شوې. د کابل-اسلام اباد ترمنځ په دغه زیاتېدونکې بې باورۍ کې چین او امریکا هڅه وکړه، څو د کابل-اسلام اباد ترمنځ باور رامنځته کړي او د سولې تم شوې پروسه بیا پيل شي. په دې اړه افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي[4] او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي[5] پاکستان ته سفرونه وکړل. پاکستاني چارواکو هم د سولې پروسې د بیا پیلولو په اړه څرګندونې وکړې.

دغه هڅې پای کابل ته د پاکستاني توکمپالو مشرانو له راتګ سره تر څه حده بریالۍ شوې او افغان ولسمشر اشرف غني چمتو شو، چې د پارېس د اقلیم بدلون د نړیوال کنفرانس په څنډو کې له نواز شریف سره وګوري. په همدغه ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر د ملي وحدت حکومت د جوړېدو راهیسې پاک-افغان اړیکو ته په کتلو سره د یوې څلور اړخیزې ناستې وړاندیز وکړ، چې پاکستان، افغانستان، چین او امریکا پکې ګډ وي.

وروسته اشرف غني د پاکستان د لوی درستیز راحېل شریف په هڅونې د اسیا زړه کنفرانس کې برخه واخیسته او د همدغه کنفرانس په څنډو کې لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه هم ترسره شوه، چې د سولې پروسې په بیا پیلولو یې ټینګار وکړ او ترڅنګ یې د یوې څلوراړخیزې همکارۍ ډلې جوړولو وړاندیز هم وکړ، څو دغه ډله بیا دغه خبرې اترې پرمخ یوسي.

د څلور اړخیزې همکارۍ ډله

د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې جوړېدو وروسته، د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د دوی لومړنۍ ناسته په اسلام اباد کې ترسره شوه، چې د افغانستان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي کوله، همدا راز د پاکستان مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز چودهري، د چین مشري د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ډینګ شیجون او د امریکا مشري د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ السن کولې.

په دغو خبرو اترو کې په تېرو موافقو ټینګار وشو، د جګړې پر پای ته رسولو توافق وشو، چې د اعلامیې په اند یوازې «بې مانا خشونت» زیږوي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ نېغو خبرو اترو باندې زور واچول شو. په ډېری توګه دغه لومړنۍ ناستې د شعاري او خبري بیانونو وراخوا د د دغې څلور اړخیزې ډلې د کاري شرایطو وضع کول وو او په دې سره سلا شول چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په تړاو به په مسلسل ډول ناستې ولري[6].

د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې دویمه ناسته د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په کابل کې ترسره شوه، دا ځل د امریکا د ځانګړي استازي پرځای په کابل کې د امریکا سفیر پکې ونډه واخیستله او نور  د لومړۍ ناستې کسانو پکې برخه درلودله. په ډېری توګه د دغې ناستې موخه له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په اړه تګلاره جوړول وو. که څه هم تر اوسه لا د دغې تګلارې په اړه تفصیلي معلومات نه دي شریک شوي؛ خو بیا هم د ګډې اعلامیې له مخې د دغې تګلارې موخه مشخص ګامونه اخیستل دي، چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو مساعد ماحول جوړ کړي[7].

د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې ارزونه

پورته مو د لومړنۍ او دویمې څلور اړخیزې بنسټيزې موخې بیان کړې؛ خو دا چې دغه ناستې به تر څو پړاوونو پورې ورسېږي لا تر اوسه معلومه نه ده؛ خو یو څېز چې د دغو دوو ناستو له اعلامیو څخه څرګندیږي، هغه دا ده، چې دغه ناستې به راتلونکې غونډې هم ولري[8]. دا چې دغه څلور اړخیزې غونډې به تر کومه روانې وی، معلومه نه ده، خو بیا هم له لومړۍ څلور اړخیزې غونډې وروسته د حکمت خلیل کرزي له مطبوعاتي کنفرانس څخه داسې څرګندېږي، چې شاید  افغان حکومت د تېر کال په څېر بیا د مارچ یا خپله د حکمت کرزي په ژبه د دوو میاشتو دننه به د سولې په اړه ښه خبر واوري[9].

په کابل کې د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې په تړاو بیلابیل نظرونه شته دي، ځینې ورته د هیلې او نور ورته په نهیلۍ ګوري. د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکې سر څېړونکي برهان عثمان له ځلاند سره په مرکه کې وویل چې دغه خبرې اترې چې تر اوسه پورې څرنګه روانې دي به شاید ډېر کار ورنکړي؛ ځکه د افغان طالبانو له مهمې ډلې سره په دې اړه نه مشوره شوې او نه په اعتماد کې اخیستل شوي. همدا راز  په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د داخلې چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي او زلمی خلیلزاد هم دغو خبرو اترو ته هیله من نه دي.

خو دلته باید د څلور اړخیزو خبرو اترو او د مري پروسې ترمنځ تفکیک وکړو، د مري پروسه له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لومړۍ بیلګه وه؛ خو څلور اړخیزې خبرې اترې بیا د سولې پروسه نه ده، بلکې د سولې پروسې ته د زمینې جوړونې یوه هڅه ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په اند د افغان حکومت دغه نوې تګلاره به پر درېیو برخو ویشل شوې ده: د سولې په اړه تګلاره جوړول؛ له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې او د خبرو اترو نافذول دي.

که چیرې په سمه توګه د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې ارزونه وکړو، نو جوتیږي، چې څلور اړخیزه خبرې اترې د مري پروسې څخه وړاندې د اشرف غني د سولې تګلارې ته ورته ده. هغه مهال اشرف غني لومړی له پاکستان سره مناسبات ښه کړل او بیا د پاکستاني فشارونو په مرسته یې له افغان طالبانو سره خبرې اترې وکړې خو دغه خبرې اترې بیا په خپل ابتدايي حالت کې شنډې شوې. اوس هم، افغان حکومت خپله پخوانۍ تګلاره بیا له سره پيل کړې؛ خو دا ځل په یوه توپیر سره، چې دا ځل د کابل-اسلام اباد ترمنځ د بې باوریو له منځه وړلو او د ژمنو د تضمین په تړاو امریکا او چین شتون لري.

پر پاچاخان پوهنتون برید او د پاکستان تور

تېره چارشنبه د مرغومي په دېرشمه نامعلومو وسله والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې پاچاخان پوهنتون په نښه کړ چې شل کسان په کې ووژل شول او ګڼ یې ووژل. دا پېښه د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي برید ته تر ډېره ورته و. د پوځ پر ښوونځي له برید وروسته پاکستان د ترهګرۍ پر ضد خپله جګړه کې پاموړ بدلونونه راوړل. د پاکستان حکومت د پوځ واکونه زیات کړل او شل ماده ییز طرز العمل یې تصویب کړ.

پر پاچاخان پوهنتون له برید وروسته، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو او رسنیو څانګې تور پورې کړ، چې د یوه بریدګر موبایل تیلیفون ته د افغانستان له سیم کارد څخه زنګونه راتلل. جنرال عاصم بجوا تور پورې کړ چې پر پاچاخان پوهنتون برید له افغانستان څخه مدیریت کېده. افغان حکومت د پاکستان تور رد کړی او زیاته کړې يې ده چې «افغانستان د ټولو ترهګرو پر ضد جګړه کړې ده». افغان حکومت ویلي چې «ښه او بد ترهګر نه شته». افغان حکومت ډاډ ورکړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر ضد له افغان خاورې استفاده وکړي.

د پاکستان له خوا پر افغان حکومت داسې مهال د پاچاخان پوهنتون برید په تړاو تور پورې کېږي او افغان حکومت یې ردوي، چې یوه څلور اړخیزه ناسته په اسلام اباد او بله په کابل کې ترسره شوي. تمه ده د څلور اړخیزو ناستو درېيمه هغه د فبرورۍ په ۶مه په اسلام اباد کې ترسره شي. د څلور اړخیزې ناستې له دویمې وروسته د کابل او اسلام اباد تورونه ښايي د سولې پر نوي بهیر اغېز وښندي. دا لا نه ده معلومه چې دغه تورونه به څومره د سولې پر نوو ناستو سیوری وغوړوي.

 

———————————————————————————————-

[1]  په دې اړه د نورو مفصلو معلوماتو لپاره ولولئ د لیکوال انګریزي مقاله، چې د تحلیل ژورنال په درېیمه ګڼه کې خپره شوه:

Ahmad Bilal Khalil, The Chinese Card in Afghan Foreign Policy: A historical perspective

[2] Borhan Osman, The Murree Process: Divisive Peace talks further complicated by Mullah Omar’s death, AAN, see it online: < https://www.afghanistan-analysts.org/the-murree-process-divisive-peace-talks-further-complicated-by-mullah-omars-death/>

[3] د بشپړې اعلامیې لوستلو لپاره دغه ځای وګورئ:
http://alemara1.org/?p=19802

[4] د امریکا ځانګړي استازي د نواز شریف له سلاکار سره ولیدل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه:
http://www.mofa.gov.pk/pr-details.php?mm=MzIzNw,,

[5]  د چین ځانګړي استازي د نواز شریف له سلاکار سره ولیدل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه:
http://www.mofa.gov.pk/pr-details.php?mm=MzIyNg,,

[6]  د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې د لومړۍ ناستې په اړه د دغې ډلې ګډه اعلامیه د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت ویب سایت کې وګورئ:
http://mfa.gov.af/en/news/joint-press-release-quadrilateral-coordination-group-meeting-of-afghanistan-china-pakistan-and-the-united-states

[7]  دا د څلور اړخیزې همکارۍ د دویمې ناستې په ګډه اعلامیه کې په دا ډول لیکل شوي وو:
The roadmap aims to set specific measures that are necessary for creating a conducive environment for the commencement of Afghan led, Afghan owned peace talks between representatives of the Government of Afghanistan and representatives of Taliban groups aimed at reduction of violence and establishing lasting peace in Afghanistan and the region
د بشپړې اعلامیې لوستلو لپاره وګورئ:
http://mfa.gov.af/en/news/joint-press-release-the-second-meeting-of-the-quadrilateral-coordination-group-qcg-of-afghanistan-pakistan-the-united-states-and-china

[8]  په دې اړه په لومړۍ اعلامیه کې راغلل: agreed to continue regular meetings to advance the peace and reconciliation process in Afghanistan همدا راز په دویمه اعلامیه کې هم ورته ټکي وموندل شول: The QCG agreed to continue regular meetings to advance the Peace and Reconciliation process in Afghanistan

[9]  لیکوال بخپله له طلوع نیوز څخه د حکمت خلیل کرزي مطبوعاتي کنفرانس وڅاره

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button