خبرونهسلايډ

افغان سوداگرو له پاکستان څخه د «دوستۍ دروازې» د ژر خلاصېدو غوښتنه کړې

د سوداگرو خونې مشرانو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د بولدک او کویټې تر منځ لویه لار د افغان سوداگرو پر مخ پرانیزي. پاکستاني چارواکو له تېرې یوولسو ورځو راهیسې د «دوستۍ دروازه» د ټولو پر مخ تړلې ده. پاکستاني چارواکي وايي چې افغان لاریونکوونکي د دوستۍ د دروازې تر څېرمه د پاکستاني بیرغ سپکه کړې.

د سوداگرۍ خونې ویاند محمد یونس مهمند رسنیو ته ویلي چې شاوخوا د افغان سوداگرو سل لوی موټر چې له خټکیو، انگورو او هندوانو څخه ډک دي د لارې د خلاصېدو لپاره شېبې شماري او د نه خلاصېد له کبله به دغه توکي ډېر ژر له منځه ولاړ شي.

افغان سوداگر وايي چې که د دوستۍ دروازه خلاصه نه شي نو دوی له پاکستان سره خپله سوداگري ودروي. د سوداگرۍ او صنعت وزارت سلاکار حاجي اغا ویلي چې د لارې د نه خلاصېدو له امله به افغان سوداگر له سترو مالي زیانونو سره مخ شي.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button