خبرونهسلايډ

افغان حکومت له پاکستانه غواړي چې د وحیدي د خلاصون لپاره اقدام وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د فضل الله وحیدي د خلاصون لپاره جدي هلې ځلې وکړي. وحیدي د تېرې جمعې په مازیگر د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې برمته شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي: «وحیدي په پاکستان کې برمته شوی، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان له اسلامي جمهوریته غواړي چې د دغه هېواد امنیتي بنسټونه د خپلو امکاناتو په کارولو سره تښتوونکې ډله په نښه او د وحیدي د خوشې کولو لپاره جدي اقدام وکړي».

په اسلام اباد کې د افغانستان نوي سفیر، عمر زاخېلوال بي بي سي ته ویلي چې له پاکستاني لوري سره یې خپلې اندېښنې شریکې کړي دي. د اسلام اباد پولیس وايي چې د تښتونې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

سید فضل الله وحیدي د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په کنړ کې د والي او هرات کې د چارسمبالي په توگه دندې ترسره کړي. ویل کېږي، وحیدي له پخواني ولسمشر، حامد کرزي سره نژدې اړیکې لري.

فضل الله وحیدي د جمعې پر ورځ د اسلام اباد په F-7سیمه کې قدم واهه چې په دوو موټرو کې نامعلومو وسله‌والو برمته کړ. له وحیدي سره یې دوولس کلن لمسی هم و چې پولیسو ته یې خبر ورکړ.

حامد کرزي هم د وحیدي پر اختطاف اندېښنه څرگنده کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د نوموړي په خوشې کولو کې دې پوره هڅه وکړي.

وحیدي له خپلې کورنۍ سره د بریتانیا د ویزې ترلاسه کولو لپاره سلام اباد ته تللی و. د بریتانیا سفارت دغه هېواد ته د تلونکو افغانانو لپاره په اسلام اباد کې ویزې ورکوي. کرزي له بریتانیا څخه هم غوښتي چې افغانانو ته دې په افغانستان کې دننه په خپل سفارت کې د ویزې ورکړې اسانتیاوې برابرې کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button