افغانستانسلايډ

افغان حکومت له روسيې پوځي وسايط او وسله غوښتې

د افغانستان حکومت په يوه رسمي غوښتنليک کې له روسيې د پوځي وسايطو او وسلو غوښتنه کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د روسيې د ملي امنيت شورا ته په رسمي ليک کې څرگنده کړه، چې هيواد يې وسلو، هليکوپترو او د هغوی پرزو ته اړ دی. خو نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د روسيې چارواکو د افغان دولت د دې غوښتنې ځواب کې ويلي، چې يوازې د تجارتي موخې لپاره دا کار کولی شي.

تېره مياشت د کابل او روسيې تر منځ پوځي چارو کې د تخنيکي همکاريو هوکړه شوې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزير تېره ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې د افغانستان د هوايي ځواک يو شمېر صنفونه فعال دي، خو لا ډېرو جنگي او کشفي الوتکو، هليکوپترو او د دوی پرزو ته اړتيا لري.

ښاغلي وزير وويل: «هوايي ځواک يوازې هليکوپتر نه دی، د رادار، توپچي او راکټ دافع هوا، جنگي هليکوپترو، ټرانسپورټي الوتکو او د کشفي او جنگي جيټ الوتکو برخه کې افغانستان یوازې ټرانسپورټي او کشفي برخې فعالې لري او پاتې نورې لا نه دي فعالې، موږ هڅه کوو د مرسته کوونکو هيوادونو په همکارۍ هوايي ځواک په پښو ودروو».

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا هم تر ۲۰۱۸ز پورې افغانستان ته د شل جنگي الوتکو د ورکړې ژمنه کړې ده.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button