افغانستانسلايډ

افغان حکومت روسيه طالبانو سره په نږدې اړيکو تورنه کړه

د ملي يووالي حکومت گڼو چارواکو پر روسيې تور لگولی، چې وسله والو طالبانو سره يې اړيکې نږدې شوې دي. روسيې لا تر اوسه په دې اړه خپل غبرگون نه دی څرگند کړی، خو د وسله والو طالبانو ځينو مشرانو يې رد کړی دی.

د افغانستان د ملي امنيت شورا طالبانو سره د روسيې د نږدې کېدو په اړه د خپرو شويو راپورونو غبرگون کې ويلي، چې دواړه هېوادونه ترورېزم ته په يوه سترگه گوري. د دې شورا وياند تواب غورځنگ ترورېزم ټولې سيمې ته گواښ بللی دی.

د ملي امنيت شورا وياند دا څرگندونې وروسته له هغې کړې دي، چې د کندز والي اسد الله عمر خېل طالبانو سره د روسيې د نږدې په اړه څرگندونې وکړې. هغه د تېرې سه شنبې په ورځ يوه خبري غونډه کې وويل، چې طالبانو روسيې ته ورمخه کړې ده او غواړي خپلې اړيکې ورسره پياوړې کړي، چې په وينا يې دا به راتلونکې کې يو ستر گواښ وي.

پخوا داسې راپورونه ورکول شوي وو، چې گوندې روسيې د داعش د ځپلو په موخه طالبانو سره استخباراتي معلومات تبادله کړي دي. خو افغانستان لپاره د ولسمشر پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف څرگنده کړې وه، چې روسيه طالبانو سره همکاري نه کوي.

د افغانستان ولسي جرگې هم د روسيې او طالبانو نږدې اړيکې د افغانستان او روسيې د اړيکو لپاره زيانمنې بولي. د دې جرگې منشي عبد الرووف انعامي د روسيې دا اقدام د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي او د روسيې د ناکام سياست په سترگه ورته گوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو يوه پلاوي څو ورځې وړاندې چين ته هم سفر کړی و او چينايي چارواکو سره يې د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې وې. د هغوی وياند هغه وخت ويلي وو، چې دوی د نړۍ گڼو هېوادونو سره ښې اړيکې لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button