خبرونهسلايډ

افغان امنیتي ځواکونو ۲۵۰ پاکستاني کارکوونکي وېستلي دي

د راپورونو له مخې د چمن د دوستۍ د دروازې له تړلو وروسته تر دې دمه افغان امنیتي چارواکو ۲۵۰ پاکستاني کارکوونکي چې په افغانستان کې کار کوي پاکستان ته ستانه کړي دي.

پاکستاني چارواکو منلې چې په تېرو لسو ورځو کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستۍ د دروازې تړل شوې موده کې ۲۵۰ پاکستاني کارکوونکي شړل شوي دي.

پاکستاني چاوراکي وايي چې افغان لاریونکوونکو د دوستۍ د دروازې تر څېرمه لاریون کې د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړی او پاکستاني چارواکي هم له هغې راهیسې یې دراوزه د ټولو پر مخ تړلې ده.

د گڼو افغان سوداگرو توکي د دروازې تر څېرمه ولاړ دي. د تازه مېوې سوداگرو ته په تېرو لسو ورځو کې درانه زیانونه اوښتي دي. د افغانستان او پاکستان تر منځ په تېرو درې میاشتو کې د پولې پر سر شخړې ډېرې شوي دي.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button