افغانستان

افغانستان د نړیوال سوداگریز سازمان غړی شو

افغانستان د نړیوال سوداگریز سازمان غړیتوب د پنجشنبې په ورځ د دې سازمان د وزیرانو د لسم کنفرانس پر مهال تر لاسه کړ.دغه کنفرانس د کینیا په پلازمینه نایروبي ښار کې ترسره شو. د افغانستان غړیتوب به د دې کنفرانس د غړو هېوادونو له لورې په ۲۰۱۶ جون کې د وزیرانو په غونډه کې تصویب شي او افغانستان به د دې سازمان ۱۶۴ غړی شي.

د سوداگرۍ نړیوال سازمان د نړۍ ۹۵٪ سوداگري اداره کوي او غړو هېوادونو ته د پام وړ اسانتیاوي برابروي. دغه سازمان د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ په ترانزیت او د نړۍ مارکېټونو ته د دې هېوادونو لاسرسی پیدا کوي.

افغانستان کې د امریکا سفیر په دې اړه وویل: «موږ د دې لاسته راوړنې قدردانی کوو. دا به د افغانستان په پرمختگ کې ډېر رول ولوبوي. موږ افغانانو ته مبارکي ورکوو چې د دغه سازمان غړیتوب یي تر لاسه کړ».

همدارنگه سفیر زیاته کړه: «افغانستان د دې سازمان د غړي کېدو لپاره خپل ټول شرایط نه دي بشپړ کړي. خو کوښښ به کوي چې په دې اړه اړين اصلاحات رامنځته کړي. دغه اصلاحات به ټولو ته گټور وي، له دې به سوداگر او عام افغانان ټول گټه پورته کوي. دا غړیتوب سره به افغانستان ته د نړیوالو سوداگرو او پانگه اچوونکو پاملرنه واړوي او د کارموندنې چانسونه به ډېر شي، اقتصادي وده به پرمختگ وکړي».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button