افغانستانراپورونه

افغانستان او چین سوداګري د پاکستان له لارې شروع شوه

د پاکستان سویلي ساحل ګوادر بندر ته د افغانستان د لومړنيو سوداګریزو توکو له رسیدو سره د افغانستان او چین سوداګریزې اړیکې پیل شوې.
د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت څرګنده کړې، چې د افغانستان سوداګریز توکي به د ۱۰۰۰ کیلو مترو په واټن له ګوادر بندر څخه چمن او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ولیږدول شي.
د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ کابل او کندهار ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد لپاره ګوادر بندر د اوبو تر ټولو لنډه لار ده.
دوی په ډاګه کړې، چې د دې بندر له لارې به افغانستان ته د وارداتي توکو په لګښت کې هم لږوالی راشي.
په کابل کې د چین سفارت هم په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې ګوادر بندر ته له کالیو څخه د ډکې کښتۍ پر رسیدو نن د چین او افغانستان  سوداګري پیل شوه.
د ګوادر بندر د پاکستان سویلي ساحل ته څیرمه جوړ شوی، چې د افغانستان سویلي ولایتونو ته نږدې واټن لري.

ورته مطالب

Back to top button