خبرونهسلايډ

«افغانان تر بل هر وخت د ناامنۍ احساس کوي»

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو تازه خپور شوی راپور ښيي چې افغانستان تر بل هر وخت خپلو استوګنو ته ډېر ناامنه شوی. د پنټاګون دغه راپور چې کانګریس ته هم وړاندې شوی، په کې ۴۲سلنه افغانانو د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت د طالبانو د واکمنۍ له پيره ډېر ناامنه ښودلی دی.

۲۹سلنه افغانانو دغې سروې ته اوسنی امنیتي وضعیت د ډاډوړ ښودلی چې دغه شمېره په ۲۰۱۴ کال کې ۳۹سلنه وه.

دغه راپور چې د ۲۰۱۵ له ډسمبر راهیسې حالت په اړه کښل شوی، وايي چې افغان ځواکونه لا ښه شوي او ظرفیت یې هم لوړ شوی دی. طالبان د خپلې واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې په لومړي ځل د ۲۰۱۵ په سپټمبر کې وتوانېدل چې د دوو اوونیو لپاره د کندوز مرکز ونیسي.

په دغه راپور کې راغلي «د امنیت په اړه د خلکو نظر تر بل هر وخت اوس ډېر منفي دی».

دا راپور داسې مهال خپور شوی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت پلاوي یوناما وايي ۲۰۱۵ د ولسي خلکو د تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړی کال و.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button