افغانستان

افضلي: چارواکي د کميسيون چارو ته خنډونه راولاړوي

معلوماتو ته د لاسرسي د څارنې کميسيون مشر سيد اکرام افضلي دولتي چارواکي ورسره په نه همکارۍ او د کميسيون د چارو پر مخنيوي تورن کړي دي. نوموړي پر فېسبوک پاڼه په يوه پرانيستي ليک کې ويلي دي: «شپږ مياشتې وشوې، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کميسيون رييس ټاکل شوی، د ولسمشر، اجراييه رييس، وزيرانو شورا او د چارو ادارې په گډون گڼې دروازې يې ټکولې دي، خو څوک ورسره همکاري نه کوي».

افضلي زياتوي، د اطلاعاتو او فرهنگ له وزير او مرستيالانو سره يې مخامخ ليده کاته کړي، څو د کمېسيون د چارو لپاره امکانات تر لاسه کړي، خو تر اوسه يې کوم ډاډمن ملاتړ نه دی موندلی، بلکې برعکس دولتي چارواکي د کميسيون د چارو مخ ته خنډونه راولاړوي.

هغه وړاندې وايي: «بې کفايتي او بې پروايي مې په خپلو سترگو د حکومت په لوړپوړو چارواکو کې وليدل».

نوموړي د ملي يووالي حکومت گرم بللی، چې که له دې کميسيون سره يې چلن داسې وي، څه ډول د شفافيت راوستو دعوه کوي، «لومړی حکومت د کميسيون لپاره هيڅ بوديجه په پام کې نه وه نيولې، وروسته اجرايوي رييس په وزيرانو شورا کې زما په وړاندې د ماليې او اطلاعاتو او فرهنگ وزارتونو ته د بوديجې امر وکړ، خو د دوه مياشتو په تېرېدو يې لا هم هيڅ ملاتړ نه دی شوی».

د افضلي په وينا د اطلاعاتو او فرهنگ وزير ورته د يوه مکتوب له لارې ويلي، له هيڅ ادارې سره دې اړيکه نه نيسي او هره خبره به د وزير له لوري د کميسيون په استازيتوب کېږي، د هغه په خبره له دې وروسته به د اطلاعاتو او فرهنگ وزير داسې مکتوبونه په خپل لاسليک او لزوم ديد ادارو ته لېږي، چې دا کار معلوماتو ته د لاسرسي له قانون سره په بشپړ ډول په ټکر کې دی.

خو د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت معلوماتو ته د لاسرسي د څارنې کميسيون د رييس څرگندونې رد کړې دي، د دې وزات وياند هارون حکيمي پژواک سره خبرو کې ويلي، وزير او مرستيالانو تل له دغه کميسيون سره ناستې کړي او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

حکيمي زياته کړې ده، دغه کميسيون ته ودانۍ هم ورکړل شوې او د بوديجې لپاره يې مکتوب د چارو ادارې ته لېږل شوی دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button