پاموړراپورونه

افریقايي ملا په شوق دوهمه ښځه وکړه خو هغه نارینه وخوت

د افریقايي هیواد یوګنډا کې وروسته له هغه د یو مسجد ملا امام په ستونزه کې اخته شو چې کله پوه شو چې ده ښځې سره نه بلکې له یو نارینه سره نکاه کړي ده.

دغه امام شیخ متومباکی چې مسجد کې له دې ښځې شب اله نبوکیرا سره په لومړي ځل لیدنه وشوه نو دې امام خوښه شوه او د واده وړاندیز ورته وکړ، ښځې هم دده وړاندیز ومانه او دوه اونۍ وړاندې يې واده وشو، کله چې خاوند د واده په لومړۍ شپه ښځې ته نږدې کیده هغې ورته وویل، هغه وخت به ما سره نږدې کیږي کله چې زما مور او پلار سره وګوري.

عیسوي دین پیرو - رچرډ تموشیب
عیسوي دین پیرو – رچرډ تموشیب

دوه اونۍ سمې تیریدی خو خاوند متومبا هیله من وه چې د میرمن له مور او پلار سره به ګوري، دا راز هغه وخت ټولو ته معلوم شو کله چې د شیخ متومبا ګاونډي پولیس خبر کړل، چې د شیخ ښځه مې په غلا ولیدله زموږ ګاڼه او تلویزون یې پټاوه، کله چې پولیسو نوموړې میرمن تلاشي کړه ګوري چې پلاستیکي اعضاء لګولي وې.

کله چې دا حال پولیسو متومبا ته وویل هغه ډیر حیران شو او پولیسو ته وویل، زه له اولې ورځې نه پرې شکمن وم کله مې اوله شپه ورته نژدې کیدم راته وویل، چې زما مور پلار سره وګوره، ما غوښتل د هغې له ترور سره وګورم کوم ته چې ما مهر کې یو قرانکریم نسخه، دبورې دوه بوجۍ، دوه وزې او د واده جامې ورکړي وې.

کله چې مې د هغې له ترور سره وکتل هغې ته مې د واده لومړۍ شپې کیسه وکړه، هغې راته وویل، چې ستا میرمن ناروغه ده مه ورته نژدې کیږه.

کله چې پولیسو دغه مجرم څخه پوښتنې شروع کړي هغه ومنله چې مسلمان نه ده او عیسوي دین پیرو ده او اصلي نوم يې رچرډ تموشیب ده.

ورته مطالب

Back to top button