ادب

اعدام

د زندان پنجره یې په دواړو لاسونو کلکه ونیوله. په دالانه کې د بوټونو ټک ټک وو. سړي سر وربیرته کړخو پوزه یې پر پنجرې ولګیده او څوک ورښکاره نه شول. غوږ یې د اوسپنیزو ستنو له منځه وروایست، د بوټونو غږ ورک شو. په بل غوږ کې یې ګوته کیښوده بیا یې هم څه وانه وریدل.

سترګې یې کلکې پټې کړې. ټک ټک شو، ویې کتل، ساتونکی له یوه بل کس سره تیریږي. ده پرې غږ کړل:

« په خدای بیګناه یم»

هغوی ودریدل، دې سړي د کورتۍ لستوڼۍ په بل لاس وڅانډه او ساتونکي ته یې وویل:

« جرم یې څه دی؟»

« دا همهغه دی چې په اعدام محکوم دی»

بندي پنجره وخوځوله:

« د اولادونو په سر قسم خورم چې ما قصدا څه نه دې کړي »

دې سړي سر وخوځاوه. زنداني له شا پسې نارې کړې:

« زما دوسیه له سره وګورئ»

دې سړي شاته وکتل او لاس یې پورته کړ. زنداني له ځان سره وویل:

« خدای خو شته… که یې څه نه کولی شاته یې ولې بیرته راکتل…په لاس یې هم اشاره وکړه…».

بندي اوږد وغځید، خوبولې سترګې یې سره ورغلې.

پای

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button