افغانستانخبرونهسلايډ

اشرف غني راحیل شریف سره د نيول شويو کسانو د خلاصون ژمنه کړې

تېره ورځ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجاب حکومت چورلکه د وسله والو له خوا غورځول شوې.
د پنجاب حکومت د پېښې پخلی کړې، خو تر اوسه افغان لوړ پوړو چارواکو د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
ويل کېږي چې په چورلکه که کې ۶ تنه سپاره ول چې د چورلکې له وجاړیدو وروسته د وسله والو لاس ته ورغلي.
نن د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا په خپل ټويټر پاڼه کې لیکلي: «د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په یو تیلفوني اړیکه کې له ډاکټر غني غوښتي چې د نیول شوو کسانو په خلاصون کې ممکنه هڅه وکړي.»
نن سهار مخکې له دې چې راحیل شریف د افغاني چارواکو نه د مرستې غوښتنه وکړي په افغانستان کې د امریکایي جنرال څخه د پېښې په اړه مرسته غوښتې.
د عاصم بجوا په وینا ولسمشر غني راحیل شريف ته ډاډ ورکړې چې د نیول شو کسان په خلاصون کې به ممکنه هڅه وکړي.
د پاکستاني چارواکي او عیني شاهدان د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي خو بل خو بیا طالب وسله والو د پژواک رسنۍ سره په مرکه کې د پېښې په اړه ځانونه بې خبره ښودلي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button