خبرونهسلايډ

اشتون کارتر په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته ورسېد

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر په یوه نااعلان شوي سفر د کابل شمال کې د بگرام هوايي ډگر ته رسېدلی دی. رسنۍ خبر ورکوي چې د اشتون کارتر د سفر موخه د امریکا او ناټو له جنرالانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه خبرې دي.

ټاکل شوې چې کارتر به په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم کتنې وکړي او له ولسمشر سره به یوځای خبري کانفرانس ورکړي.

کارتر تر دې مخکې په عراق کې وو او هلته یې د موصل د ښار د نیولو لپاره له عراقي چارواکو سره خبرې کړې وې او ژمنه یې کړې وه چې د موصل د نیولو لپاره به شاوخوا پنځه سوه امريکايي سرتېرې عراق ته واستوي.

نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ولسمشر اوباما اعلان کړی چې د ۲۰۱۷ تر پایه به ۸۴۰۰ امریکايي سرتېرې په افغانستان کې پاتې شي.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button