سلايډنظر او تحلیل

اسیا زړه کنفرانس او د افغان- پاک اړيکو نوې څپه

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د اوونۍ شننه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د دسمبر پر ۸مه او ۹مه د آسیا زړه هېوادونو استانبول پروسې کنفرانس جوړ شو. دغه کنفرانس د استانبول پروسې له پیلېدو (۲۰۱۱ کال) راهیسې پنځم کنفرانس دی، چې د افغانستان په اړه جوړېږي. په دغه کنفرانس کې د سیمې د ډېری هېوادونو جګ‌پوړو چارواکو برخه اخېستې وه، چې له دې جملې د چین د بهرنیو چارو وزیر “یانګ یي”، د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سواراج، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

افغان ولسمشر اشرف غني هم په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته سفر وکړ. پاکستانیانو د افغان ولسمشر تود هرکلی وکړ. په هوايي ډګر کې د پاکستان تر ټولو جګ‌پوړي سیاسي او پوځي مشران د ده هرکلي ته ولاړ وو.

د افغان ولسمشر د سفر موخه یوازې په آسیا زړه کنفرانس کې برخه اخیستل نه وو، بلکې د دغه کنفرانس په څنډو کې افغان لوري د سیمې د نورو هېوادونو لکه د هند، ایران او چین له چارواکو سره هم دوه‌اړخیزې ناستې درلودې. د افغانستان د قضیې په تړاو یې دوې درې‌اړخیزې ناستې او یوه څلور اړخیزه ناسته هم درلوده. په دغو ناستو کې تر ټولو زیاته پاملرنه د افغانستان د سولې پروسې ته وشوه.

همدا راز د دغه کنفرانس په حاشیه کې د پاکستان او هند دوه‌اړخیزه ناسته هم وشوه، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه کولو پکې بحث وشو.

د افغانستان او پاکستان اړیکو په تېر یوه کال کې ډېرې لوړې او ژورې لرلې. دا چې دا اړيکې په تېر يوه کال کې له کومو پړاوونو تېرې شوې، د آسيا زړه کنفرانسونو لړۍ تراوسه څه کړي او همدا راز پاکستان ته د اشرف غني دغه سفر به پر افغان-پاک اړیکو او د سولې په بهير څه اغېزې وښندي، دلته پرې شننه شوې ده.

د افغان-پاک اړيکو تېر يو کلن مزل

تېر کال افغان ولسمشر په یوه بې‌مخينې هڅه کې د تېر ۱۴ کلن بهرني سیاست برعکس له پاکستان سره اړیکې ښې کړې، پاکستان ته یې ګڼ شمېر امتیازات ورکړل او د اسلام‌آباد د اندېښنو د کمولو په موخه یې د کابل او ډهلي ترمنځ واټن زیات کړ. له همدې کبله د کابل-اسلام‌آباد ترمنځ د جګ‌پوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول.

د اړيکو له رغېدو وروسته، د سولې پروسې په اړه پخې ژمنې وشوې او د دې پروسې د بريا لپاره هيلې زياتې شوې. په دې منځ کې په پلازمېنه کابل کې پرله‌پسې خونړۍ چاودنې وشوې، د جګړې لمن د هېواد شمال ته پراخه شوه او په ټول هېواد کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې. د ناامنيو ترڅنګ د پاکستان هغه ژمنې چې افغان طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي، له یوې نېټې څخه بلې نېټې ته وځنډول شوې.

د کابل ښار د شاه‌شهید له خونړۍ پېښې سره افغان-پاک اړیکې د لا ډېرو خرابېدو په لور ولاړې. دغې سیناریو د افغانستان رسنۍ، پارلمان او عام خلک د پاکستان په اړه بدګمانه کړل او بیا یې په مجموع کې پر ملي وحدت حکومت داخلي فشارونه زیات کړل. همدا لامل و، چې د ملي وحدت حکومت هم د پاکستان په اړه خپله تګلاره بدله کړه او له هند سره د اړیکو جوړولو په تکل کې شو. په بل اړخ کې پاکستان په ټینګار سره د سولې خبرو د بیا پيلولو په اړه ټینګار وکړ او د “پښتنو” له کارد څخه یې هم ګټه واخېسته، ترڅنګ یې د افغانستان د سولې د بیا پيلېدو په موخه سیمه‌ییزه ډيپلوماسي هم فعاله شوه او ورو ورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو، یوه نوې څپه واخېسته.

د دوه‌اړخيزو اړيکو نوې څپه

په وروستیو څو میاشتو کې د کابل-اسلام‌آباد اړیکې ډېرې سړې شوې وې او په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو سره افغان ولسمشر اشرف غني په څرګندو ټکو کې وویل، چې «افغانستان له پاکستان سره په یوه نااعلان شوې جګړه کې ښکېل دی» او په دې توګه يې د اړیکو ښه کول او د سولې پروسې بیاپيلول، د پاکستان له خوا د نړیوال ضمانت له ورکولو سره وتړل. څو ورځې وړاندې يو شمېر پښتنو قوم‌پالو مشرانو کابل ته سفر وکړ او له ځان سره يې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف دا پیغام هم راووړ، چې که ولسمشر غني له ده سره د پاريس د کنفرانس په يوه څنډه کې وګوري.

که څه هم په پاريس کې له نوازشریف سره کتنه د افغان ولسمشر د اجنډا برخه نه وه؛ خو د پښتنو مشرانو په هڅونه او د چین او امریکا تر فشار لاندې، اشرف غني له نوازشریف سره د انګلستان په منځګړتوب یوه درې‌اړخیزه ناسته کې او دغه راز په يوه بله دوه‌اړخیزه ناسته کې وکتل. په همدغو ناستو کې نوازشریف افغان ولسمشر ته، په آسيا زړه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه او په لومړي ځل یې د افغان سولې بهير په تړاو څلور اړخیزه تګلاره هم اعلان کړه، چې چین، امریکا، افغانستان او پاکستان به پکې شامل وي.

د ځينو سرچینو له مخې، افغان ولسمشر د پاريس په کتنه کې د نوازشریف له خبرو اترو نه و متاثر شوی؛ بلکې وروسته يې کله چې د پاکستان له لوی درستیز سره د یوه ویډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې، نو دی یې پاکستان ته د تګ لپاره نور هم وهڅاوه. همدا راز د افغانستان او پاکستان په نږدې اړیکو کې د چین او امریکا ډېره لېوالتیا هم د دې لامل شوه، چې پر اشرف غني فشارونه زیات کړي، څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي. د همدې دوو لاملونو له کبله اشرف غني پاکستان ته د آسیا زړه کنفرانس کې د برخې اخیستو په موخه سفر وکړ او هلته په ناڅاپي ډول د پاکستان له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو.

د اشرف غني تود هرکلی

په پاکستان کې د ولسمشر اشرف غني ډېر تود هرکلی وشو. عموماً په پاکستان کې دا ډول هرکلي د چین ولسمشر او د سعودي بادشاه ته ځانګړي شوي وي؛ خو له اشرف غني څخه دا ډول هرکلي، ان په خپله افغان لوری هم حيران کړ. دا چې پاکستان د اشرف غني دومره تود هرکلی ولې وکړ، لاملونه یې په لاندې ډول دي:

  • پاکستان غواړي، چې د طالبانو ترڅنګ افغان حکومت هم له لاسه ورنه کړي؛
  • پاکستان غواړي، هند ته د حنیف اتمر او حکمت خلیل کرزي د وروستیو سفرونو له کبله، کابل له لاسه ورنه کړي؛
  • د پاکستان او چین اقتصادي حوزې د پاکستاني سیاسیونو او نظامي مشرانو فکر وربدل کړی، دوی اوس خپله له بلوچانو او بګټي کورنۍ سره په خبرو اترو بوخت دي، څو دغه ستونزه هواره کړي. د دې ترڅنګ په افغانستان کې هم، چې د دغې لویې پروژې په بریالیتوب کې رول لري، امنیت ټینګ شي؛
  • دا یو ديپلوماتیک پروتوکول و، څو نړیوالو او آسيا زړه کنفرانس کې ګډون کوونکو ته خپل صداقت وښيي.

د سولې بهير بياپيل

د آسيا زړه کنفرانس له ختمېدو سره یو ځل بیا دا هیلې راوټوکېدې، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرو اترو دویم پړاو ډېر ژر پيل شي. په پاريس کې د افغان ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر په دوه‌اړخيزه ناسته کې نوازشریف وړاندیز وکړ، چې دا ځل به د سولې خبرو اترو څلور اړخیزې ناستې وشي، چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ به امریکا او چین هم پکې برخه واخلي.

د آسيا زړه کنفرانس په څنډو کې د افغانستان-پاکستان-امریکا؛ او د افغانستان-پاکستان-چین درې‌اړخیزې او د افغانستان-پاکستان-امریکا-چین څلور اړخیزه ناستې وشوې. په دغو ټولو ناستو کې د اعلامیو له مخې، د افغانانو په مشرۍ د سولې پر خبرو اترو ټینګار شوی و. دا ځل په دې خبرو کې د سولې په اړه درې نوې خبرې وشوې:

لومړی: افغانستان، پاکستان او امریکا ویلي، چې داسې شرایط باید چمتو شي، چې وسله‌وال طالبان د سولې پر بهیر باور ومومي او خبرو ته زړه ښه کړي[1]؛

دویم؛ چین او امریکا به هم په خبرو کې مخامخ ونډه اخلي، ترڅو د کابل او اسلام‌آباد بدګمانۍ ختمې کړي؛

درېیم: د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کېږي[2].

د افغان ولسمشر او د پاکستان لوی درستیز ترمنځ په ناسته کې هم د سولې بهير پر بیاپيلولو موافقه وشوه. همدا لامل و چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل: «د نن ورځې په کتنو کې د خبرو اترو یوه مهمه موضوع، په افغانستان کې د سولې بهیر و. د سیمې ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه، چین، امریکا او پاکستان هوډ څرګند کړ، چې په دغه پروسه کې به له افغانستان سره همکاري کوي. که څه هم دا چاره به وخت ونيسي، خو زموږ هیله دا ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې د دې خبرو پایله وګورو.»

 د افغانستان او سيمې د هېوادونو پر اړيکو د دغه کنفرانس اغېزې

د آسیا زړه کنفرانس په يوه برخه کې د سیمې د هېوادونو مشرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو رغولو په موخه له یو بل سره ولیدل او په دې تړاو دغه کنفرانس د هند-پاکستان اړیکو او افغانستان-پاکستان اړیکو په ښه کولو کې هم رول ولوباوه.

پاکستان-هند اړیکې

که څه هم د هند لومړي وزیر نارېندرا مودي په خپله لوړه کې په یوه ابتکاري هڅه کې د سارک هېوادونو مشران هند ته راوبلل او په دې تړاو یې د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف هم ډهلي ته وغوښت؛ خو له دغې سمبولیکې هڅې پرته د هند او پاکستان اړیکې تر ډېره کړکیچنې وې. دواړو هېوادونه څو ځله د پولې پر سر په وړو شخړو کې ښکېل شول، خبرې اترې وځنډول شوې او د دواړو ترمنځ دغو خرابو سیاسي اړیکو ان د لوبو میدانونه هم اغېزمن کړل (د دوی ترمنځ د کرکټ مسابقو پيلېدل هم له سیاستونو اغېزمن دي).

د آسیا زړه کنفرانس ته د هند د بهرنیو چارو وزیره د پاکستان په بلنه اسلام‌آباد ته راغله او په دې توګه له ۲۰۱۲ کال وروسته د هند لومړنۍ لوړپوړې چارواکې شوه، چې پاکستان ته یې سفر وکړ.

د آسيا زړه کنفرانس په څنډو کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف او په بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزیز سره ولیدل. په دغه دوه اړخیزه ناسته کې دواړو هېوادونو “ترهګري” وغندله او په له منځه وړلو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه. همدا راز دواړو خواو په بنکاک کې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو له خبرو اترو هرکلی وکړ او پریکړه یې وکړه چې باید په راتلونکي کې هم دوی له ترهګرۍ سره تړاو لرونکې نورې ستونزې هم بحث کړي. د دې ترڅنګ دواړو هېوادونو د سولې او امنیت، باور جوړونې، کشمیر، سیاچن، د اوبو ستونزې، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ، تروریزم-ضد، مخدره توکو کنترول، انساني حقوق، د خلکو ترمنځ روابطو او د یو بل مذهبي ځایونو څخه د لیدنې په موخه خپلو بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې په دې اړه د کتنو مهالوېش برابر کړي[3].

افغانستان-پاکستان اړیکې

د آسیا زړه کنفرانس کې د ولسمشر غني له ګډون سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو نوی موج واخیست، دواړو لورو د سولې پروسې له بیاپیلولو سره همغږي وښوده. دغه کنفرانس په موقتي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ ځينې بې‌باورۍ له منځه یوړې؛ خو بیا هم د اوږدمهالو اړیکو بنسټ به د سولې پروسې د دویم پړاو په بریالیتوب پورې مستقيم تړاو ولري او پایلې به یې په راروانه میاشت کې ولیدل شي.

افغانستان-چین اړیکې

د دغه کنفرانس په يوه برخه کې د افغانستان ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو وزیر په کتنه کې هم څو مهم پرمختګونه ترسترګو شول:

  • افغانستان د چین په نړیوال آسیايي انکشافي بانک کې د غړیتوب غوښتنه وکړه، څو د چین دغه بانک په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ غځولو او واخان بندر له لارې افغانستان له چین سره په نښلولو کې، مرسته وکړي؛
  • افغان لوري د برېښنا تولید، د کورونو جوړولو او په انکشافي برخه کې د چین، افغانستان او جرمني د ګډې همکارۍ وړانديز وکړ. د چین د بهرنیو چارو وزیر د دغه وړاندیز هرکلی وکړ او په دې اړه د یوې کمېټې د جوړولو غوښتونکی شو؛
  • له ترکمنستانه چین ته د غازو نللیکې غځولو کې افغان لوری مرستې ته چمتو دی؛
  • افغان حکومت په رسمي توګه د چین له حکومت څخه وغوښتل، چې د چین حکومت د ميس-عینک کان قراردادي کمپنۍ، چې د اورګاډي کرښې د جوړولو ژمنه یې کړې وه، د خپلې ژمنې ترسره کولو ته وهڅوي؛
  • افغانستان په رسمي توګه د افغان هوايي ځواکونو د تجهیز په برخه کې له چین څخه مرستې وغوښتې[4].

افغانستان-ایران اړیکې

په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور، چابهار بندر او د اوبو مدیریت د افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ د بحث موضوعات وو. ایراني لوري تر ډېره د داعش د موضوع او چابهار بندر پر ارزښت رڼا واچوله او افغان ولسمشر بیا د هلمند د اوبو په قضیه کې د ایرانیانو د اندېښنو په اړه وویل، چې په دې اړه معاهده شته ده او د تطبیق په هکله به یې د دواړو هېوادونو استازي له یو بل سره خبرې وکړي[5].

د آسيا زړه کنفرانس ارزونه

د آسيا زړه کنفرانس چې د ترکیې په ابتکار په ۲۰۱۱ کال کې پيل شو، موخه یې د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه د سیمه‌ییزو همکاریو راجلبول دي. که څه هم د دغو کنفرانسونو د جوړېدو کمه موده کېږي او افغان لوري هم په وروستیو دوو کلونو کې د تېر برعکس ډېره پاملرنه ورته کړې؛ خو بیا هم د دوه‌اړخیزو اړیکو له بیارغولو پرته یې څه نه دي کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې وې؛ خو د ترکیې په منځګړتوب څو ځله د آسیا زړه کنفرانس له لارې هڅه وشوه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي.

د دې ترڅنګ دغه کنفرانس د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ هم د اړیکو په رغولو کې رول لوبولی دی. د بېلګې په ډول د هند او پاکستان اړیکې ډېرې سړې وې او د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ ناسته ناشونې وه؛ خو د ۲۰۱۵ کال آسيا زړه کنفرانس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو ناستو موقع برابره کړه.

[1] په دې اړه ولولئ، د څلور اړخیزې ناستې اعلامیه: http://mofa.gov.pk/pr-details.php?mm=MzMyMw,,

[2] په دې اړه ولولئ، د درې‌اړخیزې ناستې اعلامیه: http://mofa.gov.pk/pr-details.php?mm=MzMyNA,,

[3] په دې اړه ولولئ، د پاکستان او هند ګډه اعلامیه: http://mofa.gov.pk/pr-details.php?mm=MzMyMg

[4] په دې اړه ولولئ، د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه:http://president.gov.af/ps/news/56708

[5] په دې اړه ولولئ، د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه:http://president.gov.af/ps/news/56709

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button