افغانستانراپورونه

اسماعیل خان: طالبان دې د هېواد له زړه سوانده سیاسي مشرانو سره خبرې وکړي

پخواني جهادي او د جمعیت ګوند وتلي غړي اسماعیل خان یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې د هېواد له سیاسي څېرو، چې ده زړه سوانده بللي، خبرې وکړي.
د هرات دغه پخواني والي دا خبرې پرون په هرات کې یوې ناسته کې کړي.
دغې ناستې ته له کابله د یونس قانوني او عطا محمد نور په ګډون د جمعیت یو شمېر نور مشران هم ورغلي وو.
هغه ویلي، که طالبانو په افغانستان کې اسلامي نظام غواړي، نو د افغانستان له خلکو او ریښتینو مسلمانانو او خدای پرسته مشرانو سره دې خبرې وکړي.
اسماعیل خان د ملي یووالي حکومت مشران ناخپلواک بللي دي.

Related Articles

Back to top button