سيمه او نړۍ

داعش په عراق کې محصلين وژلي

په عراق کې د داعش له خوا د پوهنتون دولس ځوان محصلين وژل شوي. رسنۍ وايي، چې د اعدام دغه ډله ییزه محکمه د عراق په (موصل) ښار کې تېره ورځ ناوخته تر سره شوه.

د عراق د شمالي زون د پوليسو مشر (احمد الجبوري) په خپلو خبرو کې خبريالانو ته ويلي، چې څو ورځې مخکې د داعش له خوا دغه محصلين له پوهنتون او کورونو څخه اختطاف شوي وو. احمد الجبوري په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې دغه ځوانانو به په بدلو نومونو د داعش پر ضد تبليغات کول او د دوی پر ضد به يې په ټولنيزو شبکو ليکنې کولې او خلک به يې را هڅول.

د موصل د مرکزي روغتون يو ډاکټر ويلي، چې محصلين ټول په سرونو باندې ويشتل شوي. موصل د عراق يو ډېر ستراتيژيکي ښار دی، چې دولت يې د نېولو لپاره تابيا نېولې، خو تر دې دمه د داعشتر واک او اختيار لاندې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button